Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د ګرمسېر ځینو سیمو خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د بینادر او صفار سیمو یو شمېر خلک وايي چې روغتيايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري خو روغتیايي مسوولین د هغوی دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې د ګرمسېر ټولو سیمو کې روغتيايي مرکزونه شته.

د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار سيمې یوه اوسېدونکي ګل‌اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې که څه هم دوه روغتیایي مرکزونه شته خو زیاتوي چې هر روغتیایي مرکز ترې شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ ولسوالي پراخ مساحت لري، نفوس یې زیات دی، خو کلینیکونه په ۲۰ کیلومترۍ کې دي، ناورغان نه شي کولای یادو روغتیایې مرکزونو ته په اسانۍ لاړ شي.»

نوموړی وايي: «زموږ سيمه کې تر ۱۰ زره زیاتې کورنۍ ژوند کوي، باید پنځه داسې روغتيايي مرکزونه په کې جوړ شي چې کافي درمل او نور امکانات ولري.»

د ګل‌اغا په خبره، د روغتیایي خدماتو نه شتون دوی اړ کړي چې خپل ناروغان پاکستان یا لښکرګاه ښار ته ولېږدوي.

د صفار سیمې بل اوسېدونکی لعل‌ګل هم وايي، په سیمه کې يې روغتيايي مرکز نشته او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «څو ورځې مخکې یوه ځوان ناروغ د روغتیایي مرکز نشتوالي له امله دلته په بازار کې ساه ورکړه.»

په عین وخت کې بیا د بینادر سيمه کې د یوه روغتیایي مرکز د واکسین برخې مسوول ډاکټر عبدالظاهر پژواک ته وویل: «دلته ناروغان زیات راځي؛ ځکه په دې سيمه کې ۱۹ زره کورنۍ ژوند کوي او موږ یو بي‌سي کلینیک لرو.»

هغه زیاتوي، تر صفار پورې ۳۵ کیلومتره لاره ده نو په کار ده د خلکو نفوس او ستونزو ته په کتو کلینیک جوړ شي.

هغه وایي: «کوم ناروغانو چې وضعیت یې وخیم وي، موږ يې د خانشین ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدوو؛ په داسې حال کې چې په هغه روغتیایي مرکز کې هم زیات امکانات نشته خو بیا هم تر دغه کلینیک ښه دی.»

بلخوا د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید د خلکو ادعاوې ردوي او وايي چې په صفار او بینادر سیمو کې کافي روغتيايي مرکزونه دي.

نوموړی وایي، په صفار او بینادر سیمو کې درې کلینیکونه شته چې په ۷ او ۸ کیلومترۍ فاصله کې دي .

د هغه په خبره: «خلک په هر پنځه کیلومترۍ کې کلینیک غواړي، خو د وزارت پالیسۍ مطابق موږ په هر لس کیلومترۍ کې یو روغتیایي مرکز جوړ کړی، په هغو سيمو کې دوه کلینیکونه موجود دي چې هر یو په اووه یا اته کیلومتره فاصله کې فعال دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.