ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاکر: فراه کې د شلو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

شاکر: فراه کې د شلو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

author avatar
22 Feb 2024 - 14:19
شاکر: فراه کې د شلو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
author avatar
22 Feb 2024 - 14:19

فراه‌ښار (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د فراه عامې روغتیا رییس وايي چې د دغه ولایت د شلو سیمو شاوخوا سل زره اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له ستونزو سره مخ دي.

بل لور ته د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي او باید دې ستونزې ته یې دې رسېدنه وشي.

د فراه عامې روغتیا رييس مولوي احسان‌الله شاکر پژواک ته وویل چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې لس کوچني، دوه لوی او یو هم ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي چې شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

خو دی وايي، سره له دې هم د دغه ولایت د شلو سیمو شاوخوا سل زره اوسېدونکي اوس هم اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

شاکر د یادو سیمو نومونه په ډاګه نه کړل خو ویې ویل چې تر ډېره دغه سیمې په ګلستان، پرچمن او فراه‌رود ولسوالیو کې دي.

هغه زیاته کړه، پلان لري چې د یادو خلکو روغتیايي ستونزو د حل لپاره په راروان کال کې لس نور روغتیايي مرکزونه هم جوړ کړي.

د نوموړي په وینا، د روان کال په ترڅ کې د فراه ولایتي روغتون د نسايي ولادي څانګې لپاره مجهزه ودانۍ جوړه شوه او ترڅنګ يې د دغه روغتون د ماشومانو جدي مراقبت څانګه او امبولانس هم فعال شوي دي.

بلخوا، د فراه د یو شمېر سيمو اوسېدونکي هم د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

د پرچمن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحمید حمید پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ د ډېرو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي: «زموږ ولسوالۍ یوه لرې او غرنۍ ولسوالۍ ده، په ژمي کې یې د واورې ورېدو له امله عمومي لار بنده وي، دلته یو قوي روغتون نشته، خلک بیا نه شي کولای خپل مریضان فراه ښار او یا هم نورو ځایونو ته انتقال کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ پنځه سیمې فاسک، تولی شریف، زمین ده، ګورزنګ او فیض‌اباد چې ګڼ‌مېشته هم دي، هیڅ روغتیايي مرکز نه لري.

دغه راز، د ګلستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عصمت‌الله پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې روغتیايي مرکزونه نه لري.

هغه وايي چې ډېری مهال د لارې بندېدو او یا هم خرابوالي له امله نه شي کولای خپل ناروغان د نورو سیمو روغتیايي مراکزو ته انتقال کړي.

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، د فراه ترڅنګ د یو شمېر نورو ولایتونو د ځینو سیمو اوسېدونکي هم شکایت کوي چې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.