ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګلوبل فنډ افغانستان کې روغتیايي خدمتونو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر مرسته تصویب کړه

ګلوبل فنډ افغانستان کې روغتیايي خدمتونو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر مرسته تصویب کړه

author avatar
23 Feb 2024 - 11:23
ګلوبل فنډ افغانستان کې روغتیايي خدمتونو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر مرسته تصویب کړه
author avatar
23 Feb 2024 - 11:23

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړیوال صندوق «ګلوبل فنډ» وایي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او اووه لکه ډالره مرسته تصویب کړې ده.

یاد سازمان تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مالي مرسته به د ایچ‌ای‌وي ایډز، نري رنځ یا تبرکلوز او ملاریا ناروغیو پر تشخیص او درملنه او دغه راز په دې اړه پر عامه پوهاوي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «UNDP» له لوري ولګول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو مالي مرستو په استفاده به له پاکستانه راستنو شوواو راستنېدونکو ته هم بېلابېل خدمات وړاندې شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې له خوا پر هغو ۶۶ میلیون ډالرو، څلور اعشاریه اووه میلیون نوره اضطراري مالي مرسته ورزیاته شوه چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د یوې درې کلنې دورې لپاره په پام کې نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۳مه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.