ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ځیني اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

د دایکنډي ځیني اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

author avatar
14 Mar 2023 - 14:47
د دایکنډي ځیني اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري
author avatar
14 Mar 2023 - 14:47

نیلي (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د روغتون او مناسبو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

هغوی وایي، په ځینو ولسوالیو کې له څو کلینیکونو او روغتیايي ځالو پرته ان یو روغتون هم نشته او خلک د خپلو عادي ناروغیو د درملنې لپاره اړ دي چې د ولایت مرکز او یا نورو ولایتونو ته لاړ شي.

خو د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست وایي، روغتیايي خدمات په ټولو ساحو کې په نورمال ډول وړاندې کېږي او په دې برخه کې کومه جدي ستونزه نشته.

سرچینه وایي، ډاکټران او روغتیایي ټيمونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي څو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.

د دایکنډي اوسېدونکی او مدني فعال قدرت موسوي وايي، روغتیایي خدمتونه د خلکو له اړتیا سره سم نه وړاندې کېږي او دا چاره د دې لامل ګرځي چې ځیني ناروغان ژوند له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د دایکنډي ټولې ولسوالۍ سختې لارې لري او په ځینو ساحو کې هیڅ روغتیايي مرکز او ان درملتون نشته.

د نوموړي په وینا، په روغتیايي مرکزونو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی او د درملو کمښت هغه ستونزه ده چې خلک ورسره مخ دي او ډېری ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره کابل ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: «روغتیايي مرکزونه ډېر کم دي په داسې حال کې چې نفوس ډېر دی، په ولسوالیو کې شته مرکزونه د دومره ناروغانو د درملنې ظرفیت نه لري؛ له بلې خوا، د سیمو په کچه مسلکي کادرونه، امکانات او وسایل هم نشته.»

نوموړي څرګنده کړه: «په ډېری ولسوالیو کې د ډېرې ساده ناروغۍ د درملنې امکان نشته او خلک له ناچاره روغتیایي مرکز ته د تلو باید لرې مزل وکړي.»

د دایکنډي یو بل اوسېدونکی محمدنادر وایي، د روغتیا په برخه کې ډېرې ستونزې شته، په دغه ولایت کې ان د یوې ډېرې ساده ناروغۍ درملنه هم نه کېږي.

هغه زیاته کړه، د خلکو اقتصادي وضعیت هم ډېر خراب دی، خلک یوه ښه روغتیايي مرکز ته د خپل ناروغ د لېږد توان نه لري چې په پایله کې د ناروغ د مرګ لامل ګرځي.

هغه همداراز څرګنده کړه چې دایکنډي یو غرنی او لرې ولایت دی او له همدې امله ځیني ناروغان روغتیايي مرکز ته له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.

د دایکنډي یو اوسېدونکی ابراهیم اکبري په روغتونونو کې د درملو او بسترونو له کموالي شکایت لري او وایي، په روغتونونو کې په یوه بستر کې دوه -درې ناروغان بستر کېږي چې په وینا یې، دا چاره د ناروغیو د لېږد لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه: «ما خپله څو ځله په ولايتي روغتون کې ناروغ درلود، په هر بستر کې دوه او ان درې ناروغان بستر کېدل، د ناروغانو ځای ډېر نامناسب و.»

د دایکنډي د مرکز نیلي اوسېدونکې ګلثوم -چې زوی یې شاوخوا یوه اونۍ په ولایتي روغتون کې بستر و- د بستر د کمښت له امله شکایت لري.

هغې زیاته کړه: «‌ډاکټرانو ښه رسېدنه کوله، هر وخت به راتلل، پوښتنه به یې کوله او دوا به یې ورکوله؛ خو ځای دومره تنګ و چې درې ماشومان یې په یوه چپرکټ کې بستر کړي وو.»

هغې وویل، زوی یې په بشپړ ډول روغ شوی نه و خو موظف ډاکټر د دې لپاره چې په بستر کې ځای نه و، دوی یې رخصت کړل څو پر بلې ناروغۍ اخته نه شي.

د دایکنډي اوسېدونکي وايي، د روغتیا برخه یوه اساسي اړتیا ده او حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، په دايکنډي کې يوه ډاکټر او د روغتيايي خصوصي سکټور استازي رضا نجاتي پژواک ته وويل، اوسمهال میتودونو ته په پام سره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د پخوا په پرتله ښه دي، خو خپلې ستونزې هم لري.

هغه زیاته کړه، د دولتي روغتیايي مرکزونو ترڅنګ خصوصي سکټور هم د روغتیايي سکټور ملاتړې په توګه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د هغه په وینا، په یاد ولایت کې د درملو شرکتونو، د درملو معیاري مارکېټ، د روغتیا په برخه کې د بېلابېلو اصنافو او همدارز د درملو عمده پلورنځیو نشتوالی په روغتیايي برخه کې اساسي ستونزې دي.

خو بلخوا بیا، د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ډېرې سیمې سختې لاري لري او شاوخوا ۸۵ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د دايکنډي ولايت د عامې روغتيا سرپرست علي شريفي وايي، په ټولو سيمو کې روغتيايي خدمات په عادي ډول وړاندې کېږي او په دې برخه کې کومه جدي ستونزه نشته.

هغه زیاته کړه، په یاد ولایت کې شاوخوا ۱۴۰ روغتیایي مرکزونه شته چې په ګرځنده او ثابت ډول فعالیت کوي.

نوموړي په ډاکه کړه چې ځینې ستونزې او نيمګړتياوې شته، خو دوی یې د حل لپاره مرکز ته واړندیزونه کړي څو روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

د یادونې ده، تېرو جګړو د نورو برخو ترڅنګ روغتیايي سکټور هم زیانمن کړی او هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

که څه هم حکومت او مرستندویه بنسټونه هڅه کوي څو روغتیایي خدمتونه د ګاونډیو هېوادنو په کچه برابر کړي، خو د دې چارې بشپړ عملي کول وخت ته اړتیا لري.

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.