کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): اوچا په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوو ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې په روان کال کې دغه هېواد کې ۱۵.۶ میلیون کسانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴۴۹،۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا نن (پنجشنبه) په یوه ټويټ کې لیکلي، په افغانستان کې حیاتي روغتیایي برخه کې نه پانګونه به په زیانمنونکو خلکو کې د مړینې پېښو ډېرېدو لامل شي.
د یاد بنسټ په خبره، «ګڼو شاکونو» د افغانستان روغتیایي اړتیا لوړه کړې او زیاتوي چې سږ کال ۱۵.۶ میلیون کسانو ته د لازمو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴۴۹،۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
له دې مخکې، اوچا په روان کال کې په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو لپاره د ۴،۶ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.
د یاد بنسټ په خبره، په افغانستان کې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










