Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د «غارموشک» سیمې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي

هرات (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د «غارموشک» سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی او دوی اوس دغلته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د غارموشک کلی چې لارې یې سختې او خامه دي، یو له هغو کلیو دی چې د اوسېدونکو په وینا یې، د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت یې له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی؛ خو مسوولین وايي چې د یاد روغتیايي مرکز فعالیت د نړۍوالو مرستو بندېدو له امله درېدلی دی.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د غارموشک کلي اوسېدونکي محمدیونس پژواک خبري اژانس ته وویل، له پنځو میاشتو راهیسې د دغه کلي روغتیايي مرکز له فعالیته غورځېدلی او په دې موده کې د میندو او ماشومانو د مړینو کچه لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، ډېری خلک په شخصي روغتونونو کې د درملنې د پراخو لګښتونو د ورکړې وس نه لري او له دغه کلي د هرات تر ښاره پورې د ناروغ د لېږد کرایه درې زره افغانۍ ده چې دغه لګښت د غارموشک کلي د ډېرو اوسېدونکو له وسه پوره نه دی.

د غارموشک کلی چې څه باندې ۲۵۰ کورنۍ لري او د څو نورو کلیو په مرکزیت کې واقع دی، اوسېدونکي یې د ميندو او د نوو زېږېدلي ماشومانو د مړینو ډېرېدل د قابلو د نشتوالي، سړکونو خرابوالي او د لارې اوږدوالي له امله بولي او وايي، ځیني وخت یې ناروغان، په ځانګړې توګه مېرمنې او نوي زېږدېدلي ماشومان د هرات مرکز یا نورو ولسوالیو ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د ثناءالله په نوم یو سړی چې تنفسي ناروغي لري وايي، د یوه ساده امپول تزریق لپاره اړ دی پر خامه لارو لسګونه کیلومتره مزل وکړي.

هغه په بند بند غږ وويل: «زه په سختۍ ساه اخلم، د سالنډۍ ستونزه لرم، باید په دوامداره توګه درمل او امپول واخلم، اوس باید د ولسوالۍ تر مرکزه ولاړ شم، د موټر کرایه نه لرم او ډېری وخت امپول نه تېروم، زغمم یې.»

ثناءالله زیاته کړه، په کلي کې یې د روغتیايي مرکز شتون یوه اسانتیا وه خو اوس د ناسم اقتصادي وضعیت له امله د خپلې درملنې لګښت نه شي پوره کولای.

نوموړی له حکومتي مسوولینو غواړي چې په دغه کلي کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه بېرته برابره کړي.

ورته مهال، د یاد کلي قومي مشران وايي چې د غارموشک شاوخوا د شلو کلیو اوسېدونکي د یاد روغتیايي مرکز له خدمتونو برخمنېدل خو اوس ټول خلک چې شمېر یې لس زره کسانو ته رسېږي، له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

د غارموشک کلي د ولسي شورا غړي محمدعوض وویل چې د قابلې او فعال روغتیايي مرکز نشتون له امله په روانه اونۍ کې یوې مېرمنې خپل ماشوم له لاسه ورکړ او نورې مېرمنې هم د روغتیايي مرکز نشتوالي له امله د زېږون پر مهال له جدي ستونزو سره مخ وي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې له دې مخکې هم د شاوخوا کلیو اوسېدونکو د خپلو ناروغانو درملنې لپاره د یاد کلي روغتیايي مرکز ته مراجعه کوله، خو اوس ټول دغه کسان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې شوي او اړ دي د خپلو ناروغانو درملنې لپاره د هرات مرکز او خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي چې د هغوی لپاره د درملنې لګښت ملا ماتوونکی دی.

ورته مهال، د هرات ښار په خصوصي روغتونونو کې ډاکټران هم د مراجعینو د شمېر له ډېروالي خبر ورکوي او وايي چې د هرات په نږدې او لرو سیمو کې د څو روغتیايي مرکزونو فعالیت بندېدو له امله خصوصي مرکزونو ته د مراجعینو شمېر ډېر شوی دی.

د یوه خصوصي روغتون ډاکټر عبدالغیاث حکیمي وايي چې له دې مخکې د مراجعینو شمېر کم و، خو له نږدې شپږو میاشتو راهیسې یې شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.

حکیمي زیاتوي، ډېری ناروغان او مراجعین له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ په داسې ډول چې ډېر یې ان د درملو پېرلو او د خپلو روغتیايي معایناتو د لګښتونو ورکولو وس نه لري.

ورته مهال، د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ځینو روغتیايي مرکزونو تړل کېدل تاییدوي او وايي چې دغه اداره هڅه کوي څو هغو کسانو ته چې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي، بیا یادو خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر غلام‌محمد حنفي په دې اړه وايي چې د ځینو نړۍوالو بنسټونو د فعالیت او مرستو له بندېدو وروسته په دغه ولایت کې شپږ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې اوس نږدې ۱۰۰ زره کسان روغتیايي خدمتونو ته نږدې لاسرسی نه لري.

هغه زیاتوي چې په دغه ولایت کې درې نور روغتیايي مرکزونه په نیمه ډول فعالیت لري او ډاکټران په رضاکارانه ډول خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د حنفي په وینا، د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي څو له روغتیايي خدمتونو د بې‌برخې شوو خلکو لپاره بیا دغو خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې ۲۲ روغتیايي مرکزونه خپل فعالیتونه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال په غبرګولي میاشت کې هم د یوه راپور په خپرولو ویلي وو چې د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوی چې له امله یې ۳،۰۵ میلیون کسان په ۳۰ ولایتونو کې اغېزمن شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.