ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني زنخان ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د غزني زنخان ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د غزني زنخان ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
ارشیف

غزني ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، د ولسوالۍ په مرکز کې یوازې یو دولتي روغتون دی خو روغتیايي کارکوونکي او بسترونه یې کم دي او سیمې په لرې فاصله کې ترې پرتې دي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ولسوالۍ خلک وایي، دوی  د دې توان نه لري څو خپل ناروغان مرکزي روغتونونو ته ورسوي.

د زنخان ولسوالۍ قومي مشر حاجي حضرت پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه ستونزې چې موږ یې په زنخان ولسوالۍ کې لرو، دا دي چې موږ په ټوله ولسوالۍ کې یو کلینیک لرو، بستریز نه دی، د عملیات ځای نه لري، لابرتوار نشته، اړ یو چې نږدې ۲۵ تر ۳۰ کیلومتره لرې خپل ناروغان مرکز ته بوځو.»

هغه زیاتوي، ولسوالۍ ته ورغلې لارې هم معیاري نه دي؛ په ځینو مواردو کې ناروغان د درملنې مرکزونو ته له رسېدو مخکې مري.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی اسحاق وایي، د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې هیڅ روغتیايي مرکز نشته چې له امله یې اکثره ښځې د زېږون پر مهال له جدي ستونزو سره مخ کېږي.»

د نوموړي په خبره، معیاري روغتیايي مرکزونه چې په هغو کې د نسايي ولادي څانګې فعالې وي، په دې ولسوالۍ کې یوه له جدي اندېښنو ګڼل کېږي چې د شپې له خوا د موټرو نشتوالي او له مرکز سره د ډېر واټن له امله خلک د ناروغانو په لېږدولو کې له جدي ستونزو سره مخ وي.

دی زیاتوي، په داسې حال کې چې په بد اقتصادي وضعیت کې دي، که په مناسبو امکاناتو یو یا دوه روغتیایي مرکزونه په یاده سیمه کې چې دوی پکې ژوند کوي، جوړ شي نو له دې ستونزو به خلاص شي.

هغوی له حکومته غواړي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي، تمویل او تجهیز دې کړي، څو د په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

په ورته وخت کې ځایي مسوولین یادې ستونزې تاییدوي او وايي، په روغتیايي برخه کې د خلکو پر وړاندې د شته ستونزو مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د دغه ولایت د والي ویاند حافظ عمر پژواک اژانس ته وویل چې د شته ستونزو په اړه  د عامي روغتیا وزارت له مسوولینو سره خبرې شوې او هغوی يې د حل ژمنه کړې ده.

د یادونې ده، نه یوازې د زنخان ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیايي ستونزو کړیږي، بلکې د مرکز غزني ترڅنګ د ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایتونه کوي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.