د غزني د زنخان یو شمېر قومي مشران په دې ولسوالۍ کې زدهکړو ته د ماشومانو پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او ښوونځي دې ورته جوړ کړي.
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.