ژبه

د خوست د شمل ولسوالۍ د سروزرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۷

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له يوه شرکت سره يې د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سروزرو کان د استخراج تړون لاسلیک کړی چې له مخې به يې په دغه کان کې څه باندې ۸۰۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د جاوېدخان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس له سوداګریز شرکت سره لاسلیک کړی دی.

بدري ویلي چې دغه کان ۰.۶۱۸۵۰۳ کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي.

د هغه په خبره، یاد شرکت به د دې پروژې برخه کې په ټولیزه توګه ۸۰۲،۴۷۶،۰۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي. همدارنګه د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو خدمتونو برخه کې هم خپلې ژمنې عملي کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د جاوېدخان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت ريیس ژمنه وکړه چې په تړون کې شوې ټولې ژمنې به عملي کوي او د پروژې چارې به په بشپړې روڼتیا او ټاکلي وخت ترسره کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد کان کې د اسلامي امارت برخه ۶۰ سلنه ده.