ژبه

خوست کې د نوو کرنیزو نباتاتو بریالۍ ازموینې؛ ډېر ژر به پر بزګرانو ووېشل شي

خوست‌ښار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۵): د خوست د کرنې ریاست وایي، د «جوارسل په تحقیقي فارم کې» د غنمو او جوارو ترڅنګ د پنځو نوو کرنیزو نباتاتو ازمایښتونه بریالي ثابت شوي او ټاکل شوې ډېر ژر د کر لپاره پر بزګرانو ووېشل شي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تحقیقاتو عمومي مدیر هجرت‌الله ژمن پژواک ته وویل، جوارسل تحقیقي فارم د نوې کرنیزې پوهې او عملي ازموینو مرکز دی چې پر مټ به یې په خوست کې نوي کرنیز توکي ترویج شي.

هغه زیاته کړه چې په دغه مرکز کې د تېرو دوو کلونو په موده کې د غنمو او جوارو د مختلفو نمونو ترڅنګ د یو شمېر نورو کرنیزو نباتاتو لکه نخود، زغر، کيناوا چې د پروټينو مهمه سرچینه ده، لوبيا او د شرشمو برخو کې بریالۍ تجربې ترسره شوې او په نږدې وخت کې به یې پر کروندګرو د کر په موخه ووېشي.

د غنمو او جوارو نوي ازمايل شوي نوي تخمونه د اوسنیو مروجو تخمونو په نسبت ډېر ګټور دي او د اوسنیو تخمونو په پرتله شاوخوا دوه برابره حاصل ورکوي.

ژمن وويل: «موږ په جوارسل تحقیقي فارم کې په پنځو برخو کې تحقیق روان کړی چې د غله‌جاتو، صنعتي نباتاتو، سبزیجاتو، ځنګلونو او همدا شان د باغدارۍ او د امراضو برخو کې دي او په دې ټولو برخو کې څېړنې روانې دي.»

هغه زیاتوي، د دغو څېړنو موخه دا ده څو داسې کرنیز توکي عام شي چې د بزګرانو اقتصادي ستونزې راکمې کړي او ترڅنګ یې د هېواد د کورني تولید کچه هم لوړه شي.

دی وایي: «هر بزګر کوشش کوي خو ګټه زیاته نه لري، نو موږ هڅه کوو چې دلته په غله‌جاتو، صنعتي نباتاتو لکه زغر، کيناوا، شرشم، نخود، لوبيا او نورو برخو کې تجربې وکړو او له تحقیق وروسته یې له بزګرانو سره شریکې کړو. کله چې دغه تجربې له تحقیق وروسته مثبتې شي نو له دوی سره یې شریکوو څو دوی په بار بار د کښت له زیانه خلاص کړو او حاصلات یې هم لوړ شي.

په یاد تحقیقاتي فارم کې د نوو نباتاتو په اړه څېړنو کروندګر پرمختللې کرنې ته هیله‌من کړي دي.

د خوست يوه کروندګر شهباز پژواک ته وويل: «دا تخمونه یې چې کرلي، ډېر ښکلي تخمونه دي او ښه حاصلات ورکوي، چې څومره یې کرلي، ډېر ښکلی تخم دی، دلته نه پیدا کېږي، دا تخمونه چې موږ ته راکړي یو په دوه ډېره ګټه راته کوي.»

یو بل بزګر ګل‌حمید هم وایي، پخوا به بزګران اړ وو چې له نااشنا او کم‌حاصله تخمونو استفاده وکړي، خو اوس د نوو اصلاح‌شوو تخمونو او نباتاتو له ازموینو وروسته هغوی کولای شي په ډاډه زړه ښه او ګټور کښتونه ترسره کړي.

هغه زیاتوي چې څو ورځې وړاندې یې دغه تحقیقي فارم له نږدې لیدلی او هلته یې د غنمو، جوارو او نورو نوو نباتاتو کروندې کتلې دي، ازمويل شوي تخمونه د پخوانیو تخمونو په پرتله ښه حاصل ورکوي او که پر بزګرانو ووېشل شي، نو د خلکو اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.

ده هیله څرګند کړه حکومت دې د دغو نوو تخمونو وېش چټک کړي څو بزګران وکولای شي عصري او پرمختللې کرنه وکړي.

په دغه ولايت کې د کرنې برخې یوه کارپوه ولي نور پژواک ته وويل چې خوست ولایت د کرنې لپاره مناسب اقلیم او د بېلابېلو نباتاتو لپاره حاصل‌خیزې ځمکې لري.

دی د دغه فارم جوړول ډېر ګټور بولي، وایي چې ورسره به د نوو اصلاح‌شوو تخمونو توليد زيات شي، د نوو نباتاتو څرنګوالی به وازمويل شي، د نباتاتو د ناروغيو او افتونو څيړنه به په کې ترسره شي، بزګرانو ته به عملي روزنه ورکړل شي.

د هغه په وینا، د جوارسل تحقيقاتي فارم کولای شي د ګروندګرو حاصلات زيات او د کرنې عصري کول چټک کړي.

ورته موضوع