ژبه

خوست کې د خونې چت لوېدو پېښه؛ څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

محمديوسف منګل

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۱

Views: ۲

خوست‌ښار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د باک ولسوالۍ په ماڼه کلي کې شوې ده.

هغه وایي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او لومړنیو څېړنو ښودلې چې یاده پېښه طبیعي وه.

د خوست د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې قرباني شوې کورنۍ اصلاً د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ د سلام‌خېلو کلي اوسېدونکې وه، خو دا مهال یې د باک ولسوالۍ د ماڼه کلي کې ژوند کاوه.