منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

خوست کې د ناچاوده توکو چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نجونې ټپیانې کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۰ کتنې

خوست (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د خوست د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د دولتي نومرو په سیمه کې د پخوانیو ناچاوده توکو د چاودنې له امله یو ۱۵ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوې نجونې ټپیانې شوې دي.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، پېښه پرون مازدیګر شاوخوا ۵:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

هغه وایي چې د لومړنیو پلټنو له مخې، چاودنه د پخوانیو ناچاوده توکو له امله شوې ده.

احرار زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې د یوې نجلۍ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.