منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۵ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

توکو

۱۶ راپورونه

راپورونه

غړي

د تورخم دروازې دواړو خواوو ته له سوداګریزو توکو بار زرګونه موټر بند پاتې دي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یوه غړي ویلي چې د تورخم دروازې له بندېدو سره پر سوداګریزو توکو بار څه باندې پنځه زره موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه شوې ده.

غړي

له تورخمه پورې غاړه د افغان سوداګرو پر توکو بار شاوخوا ۲۰۰۰ لارۍ بندې پاتې دي

د ننګرهار سوداګرۍ خونه وايي، خيبر پښتونخوا کې د ځايي قومي خلکو د اعتراض له امله له تېرې شاوخوا يوې اونۍ راهیسې د تورخم – پېښور لویه لاره تړل شوې او د افغان سوداګرو شاوخوا ۲۰۰۰ بار لارې بندې پاتې دي.

غړي

چابهار بندر بېرته د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد پر مخ پرانیستل شو

د نیمروز د ځمکني ترانسپورټ رییس وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته د چابهار له بندره د افغان سوداګرو د توکو لېږد رالېږد بېرته پیل شو او د دغه بندر له لارې د توکو د انتقال بهیر ګړندي‌کېدو برخه کې ځیني اقدامات هم شوي دي.

غړي

د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې به ډېر ژر د توکو لېږد رالېږد پیل شي

د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، ایراني چارواکو لیکلې ژمنه کړې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال له وري میاشتې مخکې به د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د اورګاډو تګ راتګ ته چمتو کوي او په سوداګریزو مالونو بار لومړی کتار به له ایرانه افغانستان ته راشي.