ژبه

کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو او ځینې نورو توکو بیې ټیټې شوې دي

ویدا قلندري

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۴

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د لاسلیک له اعلان او بیا لاسلیک وروسته په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې نږدې اته سلنه راټیټې شوې؛ ورسره په کابل کې د تېلو بیې هم لږې ټیټې شوې او د اوبلن ګاز، بورې او سرو زرو بیې هم راکمې شوې دي، خو د اوړو او غوړیو بیې لوړې شوې دي.

په کابل کې د احمدیار تېل‌ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل، نن د یوې اوونۍ مخکې په پرتله د یوه لېټر پټرولو بیه له ۶۷ څخه ۶۶ افغانیو ته او د یوه لېټر ډېزلو بیه له ۶۶ څخه ۶۵ افغانیو ته راټیټه شوې چې په ترتیب سره د ۱٫۴۹ او ۱٫۵۲ سلنه کموالي ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د تریډینګ ایکانومیکس، د معلوماتو له مخې، په نړۍوالو بازارانو کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خامو تېلو بیه له شاوخوا ۸۴ ډالرو څخه ۷۷ ډالرو ته په هر بېلر کې راټیټه شوې چې نږدې اته سلنه کموالی ښيي؛ دغه بیې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د لاسلیک د هوکړې له اعلان او بیا د هغه له لاسلیک وروسته ټیټې شوي دي.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې یوه هټۍوال محمدجان امین وایي، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام اوبلن ګاز بیه هم له ۵۹ څخه ۵۶ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

خوراکي توکي

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس زمري صافي وایي، نن د ۷ ورځو مخکې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې د عمده پلور بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۶۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د بورې د وارداتو د زیاتېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د بورې بیه راټیټه شوې ده.

خو دی زیاتوي چې نن د ۷ ورځو مخکې په پرتله، د وارداتو د کمېدو له امله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د دغو توکو د بیو لوړېدو لامل په تېرو دوو اوونیو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت نسبي لوړېدل وبلل.

خو هغه وویل، نن د ۷ ورځو مخکې په څېر، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو د عمده پلور بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای د عمده پلور بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای د عمده پلور بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو د پرچون پلور بیې له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو بیه ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۶۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو بیه ۱۹۰۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۳۰ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وایي، نن د ۷ ورځو مخکې په پرتله د ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو د یوه ګرام بیه له ۷۱۲۰ څخه ۷۰۹۰ افغانیو ته او د ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو د یوه ګرام بیه له ۵۶۷۵ څخه ۵۶۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د زرګرانو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار د شهزاده سرای د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وایي، نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېدې.