ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چيني او ايراني متخصصين د ارګو د قربانيانو مړي را باسي

10 May 2014 - 13:34
10 May 2014 - 13:34

فيض اباد (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): چيني او ايراني متخصصين د ارګو د ناورين قربانيان له خاورو را باسي او د زرو بې ځايه شوو کورنيو لپاره ښارګوټى جوړېږي.

د غويي مياشتې په ١٢مه نېټه د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کې د غونډۍ ښويېدنې له امله تر اوو سوو ډېرې کورنۍ تر خاورو او خټو لاندې شوې.

د بدخشان والي وايي، چې په دې طبيعي پېښه کې ٣٠٠ کورنۍ تر خاورو او خټو لاندې شوې او ٢٥٠٠ تنه په کې له منځته تللي دي، خو د ارګو ولسوال، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره او ځينې نورې سرچينې د مړو شمېر له ٣٠٠ څخه تر ٥٠٠ کسانو پورې ګڼي.

د کلو پراختيا وزير، چې له ارګو يې ليدنه کړې وايي، دا چې د افغانستان ځمکه له ايران او چين سره ورته والى لري، نو ټاکل شوې چې د دغو دوو هېوادونو تخنيکي او د سروې ټيمونه د مړو په را ايستلو کې مرسته وکړي.

ويس احمد برمک پژواک خبري اژانس ته وويل، دا متخصصين د دې ډول پېښو په اړه تجربې لري او مړي به له خاورو او خټو د ځايي خلکو په مرسته را وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کيندنې پروسه د ځايي چارواکو له خوا د ګومارل شوو سکواټورونو پر مت پيل شوې پروسه له تېرو دوو ورځو راهيسې پاى ته رسېدلې او د مړو په را ايستلو کې يې ځان عاجز بللى دى.

د قربانيانو کورنيو، چې ښځې هم په کې وې د بېل او کلنګونو په وسيله کيندنه کوله، خو دوى هم له خپل کاره ستړي شوي او دغه کار يې ودراوه.

د تاش فولاد په نوم يوه زيانمن وويل، چې پلار، ورور او مور يې تر خاورو لاندې دي، دوى چې هر څومره هڅه وکړه، نو هغوى يې را بهر نه کړل، بالاخره اړل شول، چې کار بس کړي.

هغه زياته کړه، دوى له دولت غواړي، په هره وسيله چې وي، د زيانمنو د خپلوانو مړي به له خاورو څخه را وباسي.

ځايي چارواکو په اب باريک کلي کې د غره ښويېدنې له امله د خاورو او خټو حجم تر سل مترو پورې ژور ښودلى او لرې کول يې ګران کار بولي.

ولسمشر کرزي هم درې ورځې وړاندې ارګو ته د سفر پر مهال خلکو ته ژمنه ورکړه، چې دولت به د قربانيانو مړي له خاورو را وباسي او بې ځايه شوو ته به د تدارک مناسب ځاى جوړ کړي.

عزيزالله چې د خپلو کورنۍ له پنځو غړو سره تر خېمه لاندې ژوند کوي، وايي چې ژوند يې له ستونزو سره لاس او ګرېوال او ماشومان يې په بېلابېلو ناروغيو اخته دي.

هغه زياته کړه: ((له دولته غواړم، چې موږ ته ځاى راکړي کنه ماشومان به مو ومري.))

د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمدخاوري وايي، چې د بې ځايه شوو وضعيت د اندېښنې وړ دى، ماشومان او ښځې په تنفسي ناروغيو اخته شوي دي.

خاوري زياته کړه، چې هره ورځ له پنځوسو تر سلو پورې ناروغانو درمنله د ګرځنده ډلو له خوا کېږي، خو دولت په پام کې لري، چې د پې ځايه شوو خلکو لپاره يو ښارګوټى هم جوړ کړي.

د کلو پراختيا وزير وويل، چې دغه ښارکوټى په ارګو ولسوالۍ کې د زرو زيانمنو کورنيو لپاره جوړېږي. د وزارت انجنيري ټېم د ښارګوټي ځمکه سروې کوي، چې مقاوم او د غره ښويېدنې له خطر څخه خوندي وي.

برمک زياته کړه، چې هندوستان د دغه ښارګوټي د جوړېدو لپاره د يو ميليون ډالرو مرسته کړې، چې زيانمن به په کې ځاى پر ځاى شي.

د کلو پراختيا وزير، چې د ولسمشر له لوري د مرستې رسونې د څلور ګونو کمېسيونونو رييس ټاکل شوى دى، وويل چې دغه کمېسيونونه د اړمنو د پېژندلو، د خوراکي او نغذي مرستو د ترلاسه کولو او زيانمنو ته د نوو استوګنځايونو د جوړولو له کمېسيونونو څخه عبارت دي.

هغه زياته کړه، چې د دولتي بنسټونو، سوداګرو، بېلابېلو بنسټونو، خلکو او هېوادونو له خوا پرېمانه مرستې ټولې شوې او د وېش پروسه يې له تېرې ورځې راهيسې په منظم ډول پيل شوې ده.

د کندهار ولايت “َښادمن ګام” خيريه موسسې له مخوا هم د پنځه ميليون افغانيو په ګډون د خوراکي او غير خوراکي توکو ١٤ قلمه مرسته د ارګو زيانمنو ته ورکړل شوې ده.

د دغه بنسټ مسوول جانان مومن چې خپله هم ارګو ته تللى، وويل: ((موږ دا مرستې د کندهار له خلکو د خواخوږۍ څرګندولو د بېلګې په توګه را ټولې کړې او خپلو بدخشي مصيبت ځپلو وروڼو ته مو ورکړې.))

د مرستو رسولو پروسه په داسې حال کې روانه ده، چې د نږدې کلو اوسېدونکي هم ارګو ته رامات شوي او ځانونه يې د زيانمنو په منځ کې پټ کړي، چې دغه وضعيت هم د مرستو وېش له ستونزو سره مخ کړى دى.

خو د کلو پراختيا وزير وويل، چې اوسمهال مرستې په منظم ډول وېشل کېږي او د نږدې کلو مستحقو اوسېدونکو ته هم ورکول کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version