ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګو د بې ځايه شويو لپاره دوه لنډمهالي مېشت غالي جوړ شول

22 May 2014 - 11:39
22 May 2014 - 11:39

فيض اباد(پژواک، د غبرګولۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د بدخشان د ارګو ناورين ٣٧٠ زيانمنو او بې ځايه شويو کورنيو ته دوه لنډمهاله مېشت غالي جوړېږي.

د روان کال د غويي مياشتې په ١٢ مه  د بدخشان ولايت په ارګو کلي کې د غره ښويېدنې له امله په سلګونو کسان تر خاورو او خټو لاندې شول او اووه سوه کورنۍ بې ځايه شوې.

ځايي چارواکي وايي، چې دې زيانمنو پخوا د اب باريک کلي په بېلابېلو ساحو کې تر خېمو لاندې ژوند کاوه او د ځينو نورو کليو خلک هم دلته راغلي وو، خو د ګومارل شويو ډلو د پلتڼې پر بنسټ ٣٧٤ کورنۍ د اصلي او مستحقو زيانمنو شويو په توګه وپېژندلې .

د بدخشان د سرې مياشتې رييس عبدالله فايض وايي، چې ددې ناورين ٢٥٠  ډېرو زيانمنو شويو کورنيو ته يې يو کمپ جوړ کړى او بل کمپ د ١٢٥ نورو کورنيو لپاره دى، چې د غره ښويېدنې له خطر سره مخ دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال زيانمنو ته د مرستو رسولو بېړنۍ پروسه پاى ته رسېدلې او ټول له کره پلټنې وروسته په لنډ مهاله کمپونو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د ګل مير په نامه يوه زيانمن شوي وويل، چې په لومړۍ اونۍ کې د نورو کليو خلک هم د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغلي وو او اصلي زيانمنو ته سمه مرسته نه رسېده.

خو دې زيانمن، چې يو ورور، پلار او مور يې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي، وويل :(( اوس چې کمپ ته راغلي يو، وضعيت مو ښه شوى دى، منظم درمل، ډاکټر او مرستې راته رسېږي.))

 د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد خاوري وويل، چې په دې کمپ کې روغتيايي خدمات د عامې روغتيا رياست له خوا د روغتيايي همکارانو په همکارۍ رامنځته شوي او ٢٤ ساعته د ناروغانو په خدمت کې دي.

هغه په دې اړه، چې ايا تر اوسه په سيمه کې موسمي او ساري ناروغۍ ليدل شوې که نه ؟  وويل، چې يواځې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ ناروغي ليدل کېږي او تر اوسه ١٢ تنه ماشومان تر درملنه لاندې دي او نورې ناروغۍ بيا تر اوسه نه دي ليدل شوې.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وويل، چې په اب باريک سيمه کې د ډنډ شويو اوبو د لرې کولو لپاره د ٢٥ انچو قطر لرونکي پنځه واټر پمپونه له دوو لوډروونو سره فعاليت کوي، څو اوبو ته د وتلو لار پيدا شي.

فروتن وويل، چې د ارګو د بې ځايه شويو لپاره د ښارګوټي جوړولو کار دوام لري او په همدې ولسوالۍ د غره ښوويېدنې څخه خوندي ٥٠٠ جرېبه ځمکه پېرل شوې او ټاکل شوې، چې کار يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير وويل، چې دا ښارګوټى د زرو کورنيو د ځايښت وړتيا لري او هندوستان يې د رغولو لپاره يو ميليون ډالر مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارګو د ناورين بې ځايه شوي له خاورو  څخه د خپلو خپلوانو دمړو پر را اېستلو ټينګار کوي. ولسمشر حامد کرزي هم دوه اونۍ وړاندې ارګو ته د سفر پرمهال خلکو ته ژمنه ورکړه، چې دولت به د قربانيانو مړي له خاورو را وباسي او بې ځايه شويو ته به يو مناسب استوګنځى جوړ کړي.

دا چې د چين او ايران ځمکه له افغانستان سره ورته والى لري، نو ټاکل شوې، چې ددې دواړو هېوادونو د سروې او تخنيکي ډلې بدخشان ته راشي او د قربانيانو د مړو په را اېستلو کې همکاري وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version