ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ملګري ملتونه دې پر افغانستان د پاکستان د بريدونو مخه ونيسي”

20 May 2014 - 15:48
20 May 2014 - 15:48

کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): مشرانو جرګه د يوې اعلاميې له لارې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتنه کوي، چې پر پاکستان فشار راوړي څو پر افغانستان راکټي بريدونه بند کړي.

پاکستان له شاوخوا دريو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو په تېره بيا پر کونړ راکټي بريدونه کوي چې ځاني او مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

دغه بريدونه په تېرو څو ورځو کې ډېر شوي دي.

د غويي په ٢٥مه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ پولې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروسته له هغه نښته وشوه او يو افغان سرتېرى په کې ټپي شو، چې پاکستان غوښتل له صفري نقطې سره تاسيسات جوړ کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

په مشرانو جرګه کې د پکتيا استازي بهرام څمکني پر افغانستان د پاکستان بريدونه ياد کړل او ويې ويل: ((موږ بايد په سرحدونو کې خپل ځواکونه ډېر کړو؛ ځکه هره ورځ پاکستان بې شرمانه بريدونه کوي.))

هغه دا هم وويل، چې يو شمېر پاکستاني ورانکاري د پکتيا ولايت څمکنيو او ډنډ پټان ولسواليو ته راغلي څو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ستونزې پيدا کړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر ره شي.

په مشرانو جرګه کې د اهل هنودو استازې انارکلي هنريار وويل: ((پاکستان بې شرمانه بريدونه کوي او دغو بې شرمانه بريدونو ته دوام ورکوي.))

هغې وويل، چې په سرحدي سيمو کې يو شمېر خلک د پاکستان د راکټي بريدونو له امله له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

هنريار له مشرانو جرګې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي تر څو د دغو بريدونو مخه ونيول شي.

خو په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وايي، تر هغه چې افغانستان د “ډيورند کرښه” په رسميت ونه پېژني، پاکستان به راکټي بريدونه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد دا کرښه په رسميت وپېژنو، ځکه د داوود خان په وخت کې د دې کرښې د رسيمت پېژندلو پروسه پيل شوې وه.))

خو په ياده جرګه کې د ننګرهار استازى لطف الله بابا وايي، چې د پاکستان د راکټي بريدونو موخه د ډيورند کرښه نه ده او دغه هېواد نورې موخې لري.

هغه وايي، چې افغانان هېڅ مهال د ډيورند کرښه په رسميت نه پېژني؛ ځکه چې “دغه کرښه د پښتنو پر سينه تېره شوې ده”

بابا په کلکه د رهايي خبرې رد کړې او ويې ويل، چې هېڅ مهال داوود خان د يادې کرښې د رسميت پېژندلو لپاره هوډ نه درلود.

هغه زياته کړه: ((ځان بايد له تاريخ نه خبر کړو او غير مسوولانه خبرې هم بايد په دې غونډه کې ونه شي.))

د ډيورند تحميلي کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د افغانستان پر زړه کې راکش شوه او برېتانويانو د هغه وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ پوله وبلله.

خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.

په ١٩٤٧ ميلادي کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم د پاکستان پر راکټي بريدونو سختې نيوکې وکړې او ويل يې، چې حکومت بايد هر څه ژر د يادو بريدونو مخه ونيسي.

د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د پاکستان د راکټي بريدونو د مخنيوي په موخه به دغه جرګه نن يوه اعلاميه د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر، د افغانستان لوى درستيز او د ايساف ځواکونو قوماندان په کابل کې غونډه وکړه او د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته يې د تروريزم پر ضد د مبارزې او امنيتي چارو په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې افغان لورى د ډيورند پر کرښه د شته ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version