ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرشک امنيه قوماندان د ځانګړي کانديد په ګټه درغلي کړې

14 Jun 2014 - 17:40
14 Jun 2014 - 17:40

لښکرګاه (پژواک ۲۴ غبرګولى ۹۳): په هلمندکې د ټاکنو بهير د امنيت له پلوه ښه ترسره شو خو له درغليو خالي نه و.

په دغه ولايت کې هم د رايې ورکولو پروسه مازديګر څلور بجې پاى ته ورسېده.

درغلۍ او سرغړونې له هغو لوىو ستونزو وې، چې ښايي د دغه ولايت ډېرې رايې مشکوکې يا هم باطلې شي خو د امنيت له پلوه  يې د ټاکنو بهير تر يوه بريده مثبت بلل شوى دى.

د هلمندد ټاکنو کمېسيون رييس وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن حکمت الله حقمل د يوه مشخص نوماند په ګټه درغلي کړې ده.

قدرت الله نقشبندي پژواک ته وويل، چې دغه قوماندان د پوليسو په موټرو کې خلک رالېږدول، راى پاڼې به يې په زور اخيستې او د ګوتې له رنګ پرته  به يې د يوه مشخص کانديد په ګټه کارولې.

د ډاكتر اشرف غني احمدزي د کمپاين يوه غړي احمد نويد نظري پژواک ته وويل، چې پر ګرشک سربېره په مارجې ولسوالۍ او مرکز لښكرګاه کې هم د يوه کانديد په ګټه درغلي شوې ده.

هغه د ګرشک په درغلۍ کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان پلار او د ولسي جرګې غړى معلم ميرولي هم دخيل وباله.

بلخوا د ډاکترعبدالله عبدالله د کمپاين ولايتي مسوول او د ولسي جرګې غړي معلم ميرولي وويل، د خپل ټيم په اړه يې کمپاين کړى، خو ده او ډلې يې درغلي نه ده کړې.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون وياند شفيع الله ساپي پژواک ته تاييد کړه، چې معلم ميرولي د ګرشک په ولسوالۍ کې درغلي کړې او په زور يې رايې کارولې دي.

بلخوا د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى پژواک ته وويل، چې په دې تړاو ورته کوم شکايت نه دى شوى.

تر دې مخکې د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحدچوپان پژواک ته ويلي وو چې د ګرشک د امنيه قوماندان د درغلۍ راپورونه ور رسېدلي دي.

د ټاکنو کمېسيون هم ويلي وو، چې  پر دې مسئله يې امنيه قوماندانۍ خبره کړې ده.

په دې ټولو سره سره د دغه ولايت چارواکي وايي، چې په ټاکنو کې د هلمنديانو ونډه بې سارې وه او ښايي تر پخوا ډېرو خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې وي.

په لومړى پړاو کې د دغه ولايت يو سل لس زره کسانو په ټاکنو کې ګډون درلود.

د هلمند د والي وياند د دغه ولايت د ټاکنو امنيت ښه بولي او وايي، په ځينو سيمو کې څه ناڅه پېښې شوې خو دومره جدي نه وې چې له امله يې د رايې مرکزونه وتړل شي.

عمر ځواک پژواک ته وويل، چې په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو د يوه راکټ د لګېدو په پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي او په لښکرګاه کې په ورته بريد کې يو ماشوم ټپي شوى دى.

د والي وياند وويل، چې په ځينو نورو سيمو کې هم نښتې او لاسته روانې شته چې پايلې به يې وروسته اعلان شي.

په هلمند کې د رايې ورکولو ١٤٧ مرکزونه شته چې د ټاکنو پر مهال يې د چارواکو په وينا ټول هغه  فعال وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version