ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نقشبندي: د ګرشک امنيه قوماندان د يوه کانديد لپاره درغلي پيل کړې

14 Jun 2014 - 13:16
14 Jun 2014 - 13:16

لښکرګاه(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):د هلمندد ټاکنو کمېسيون وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن حکمت الله حقمل د يوه مشخص کانديد په ګټه درغلي پيل کړې ده.

د دې کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وويل،دغه قوماندان  د پوليسو په موټرو کې خلک راانتقالوي،رايې پاڼې په زور اخلي او د ګوتې له رنګ کولو پرته يې د يوه مشخص کانديد په ګټه کاروي.

هغه د ولسمشرۍ دغه مشخص کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ياد کړ، چې دا کسان يې په ګټه درغلي کوي.

ده وويل،چې يو شمېر مېرمنو هم په دې ولسوالۍ کې د درغليو چارې پيل کړي  ؛ خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.

د هلمند د ټاکنوکمېسيون وياند شفيق الله ساپي بيا وويل،د ګرشک امنيه قوماندان د ولسي جرګې د يوه غړي معلم ميرولي زوى دى، چې هغه هم ورسره په دې درغليو کې مرسته کوي.

ساپي پژواک ته وويل، دا کسان په موټرو کې خلک راولي، په زوره د ټاکنو مرکز ته داخلېږي ، د ګوتو له رنګ کولو  پرته رايه استعمالوي او بيا بل مرکز ته ځي.

هغه وايي، چې په دې اړه يې امنيه قوماندانۍ ته خبر ورکړى دى.

په ورته مهال د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته تاييد کړه، چې د ګرشک د امنيه قوماندان  د درغليو شکايتونه ورته رسېدلي دي.

چوپان وويل، چې پوليسو ته د دې کار د مخنيوى سپارښتنه شوې ده؛ خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.

تر دې مخکې د ياد ولايت امنيه قوماندان په ګډون ولايتي چارواکو ويلي وو، چې د ټاکنو د امنيت ترڅنګ به د دې ولايت حکومتي مامورين په ټاکنو کې لاسوهنې ونه کړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version