ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ملګرو ملتونو او ارګ د منځګړيتوب هر کلى وکړ

2 Jul 2014 - 17:00
2 Jul 2014 - 17:00

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٣): د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملګرو ملتونو سازمان د منځګړيتوب هر کلى کړى او وايي، چې له ټاکنيزو کمېسيونونو سره د پرېکون يواځينى لامل يې په دغه پروسه کې د روڼتيا نه شتون و.

 د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ټاکنيز دفتر مشر بريالى ارسلايي وايي، چې په تېرو څو ورځو کې د ولسمشر مرستيالانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د منشي ځانګړي استازي، د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کړي او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دغه اقدام ته مثبت ځواب ويلى دى.

 نوموړي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د ولسمشر لومړي مرستيال محمد يونس قانوني په تېرو څو ورځو کې د دواړو ټيمونو له مشرانو او غړو سره ليدلي او د ولسمشر دويم مرستيال، چې اوسمهال د سفر په حال کې دى، نوموړى به هم له راتلو وروسته خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 ارسلايي زياته کړه: ” ځکه موږ نه غواړو، چې د ټاکنو لړۍ له ستونزو سره مخ شي، نو موږ هر هغه وړانديز ته چې د ټاکنو پروسې د برياليتوب او روڼتيا لپاره هڅه وي، لبيک وايو.”

 د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز دفتر مشر زياته کړه، ملګرو ملتونو ژمنه کړې چې د ټاکنو پروسې په روڼتيا کې به خپل رول ولوبوي، کمېسيون او سيال ټيم ته به قناعت ورکړي، چې د ټاکنو د پروسې روڼتيا ته چمتووالى ونيسي او ور سره مرسته وکړي.

 هغه وويل: ” موږ له ملګرو ملتونو او په دغه پروسه کې له دخيلو لوريو د پروسې د روڼتيا او درغليو ته د لاسرسي غوښتنه کوو.”

 ارسلايي زياته کړه، د دغو هڅو په دوام سره ټاکل شوې چې نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي تخنيکي پلاوى د ډاکټر عبدالله د تخنيکي ټيم له پلاوي سره خبرې اترې وکړي او د يادې پروسې پر تخنيکي مسايلو، چې د ټاکنو په پروسه کې د ستونزو راولاړېدو لامل شوي، خبرې اترې وشي، خو دغه ناسته د تحول او تداوم ټيم له لوري تر دوو ورځو پورې ځنډول شوې ده.

 د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز دفتر مشر، د تحول او تدوام ټيم ته  په خطاب کې وويل: ” موږ نه غواړو، چې زموږ په ګټه دې کار وشي او يا دې په دغه پروسه کې داسې مسايل تر سره شي، چې زموږ په ګټه وي، زموږ غوښتنه داده چې د تحول او تدوام ټيم دې له موږ سره په ګډه د پروسې په روڼتيا کې همکاري وکړي او دغه پروسه د روڼتيا پر لوري بوځي.”

 د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز ټيم مشر وويل: ” موږ له ټولې هيله مندۍ سره له هر هغه ميکانيزم او وړانديز څخه چې  موږ او افغانانو ته ډاډ ورکړي، د پروسې روڼتيا تضمين کړي او د هر هغه مورد په حل کې مرسته وکړي، چې درغلۍ ته يې زمينه برابره کړې وه، له هغه هر کلى کوو او مرسته به ورسره وکړو.”

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version