کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): نن سهار د کابل ښار د څرخې پله په ساحه کې په کرولا موټر کې چاودنې يو کس وواژه.
د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې امر سمونوال الماس نن (د چنګاښ ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د څرخي پله پر سړک د امريکايي ځواکونو اړوند فينکس کمپ ته مخامخ رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړه، چې چاودنه په يوه کرولا موټر کې دننه وشوه او د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه پېښه د ياد موټر د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، چې ياد موټر د تېلو پر ځاى له ګازو کار اخيست، چې په پېښې کې يواځې موټر چلوونکى وژل شوى دى.
د نهمې امنيتي حوزې امر زياته کړه، چې په پېښه کې فينکس کمپ او عادي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى، خو د پېښې څرنګوالى به په دې اړه د پوليسو له روانو څېړنو وروسته څرګند شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن