ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ووژل

کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ووژل

author avatar
19 Jun 2022 - 20:00
کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ووژل
author avatar
19 Jun 2022 - 20:00

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل امنيتي مسوولین وايي، په خواجه بغرا سيمه کې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.

د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه کې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند له پل خواجه بغرا سره نږدې شوې ده.

ده زياته کړه، د یوه کورلا ډوله موټر په منځ کې انفجار شوی چې له امله یې په موټر کې ناست دوو نفرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وينا، سیمې ته د بررسۍ ټیم رسېدلی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تېره ورځ هم وسله‌والو کسانو د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د سيکانو پر درمسال بريد وکړ چې د درېيو بريدګرو په ګډون ۵ کسان په کې ووژل شول او ۷ نور ټپيان وو. په وژل شوو کې یو هندو او يو امنیتي کس وو.

[/restrict]

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.