ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : وسله والو طالبانو په اله ساى کې د خلکو سلګونه کورونه سوځولي

8 Jul 2014 - 12:17
8 Jul 2014 - 12:17

محمود راقي ( پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٣ ) : د کاپيسا ولايت چارواکي وايي، چې پاکستانيو طالبانو په اله ساى ولسوالۍ کې د خلکو لسګونه کورونه سوځولي ، چې له امله يې يوه ښځه مړه او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

ځايي اوسېدونکي هم وايي ، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پر کليو بريدونه کړي او ګڼ شمېر کورونو ته يې اور اچولى دى.

د اله ساى ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په سکين دره کې وسله والو طالبانو د خلکو کورونو ته اور اچولى دى.

هغه زياته کړه، چې وړمه ورځ ماښام مهال دغه بريدونه پيل شوي او د اور لګېدنې له امله ټوله ساحه په لوګيو کې پټه شوې وه.

دى وايي چې په دې پېښه کې د خلکو کورونه او د کورونو وسايل ټول سوځېدلي او خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

حاجي ګل محمد ادعا وکړه، چې دغه کار پاکستانيو طالبانو ترسره کړى دى.

د حاجي عارف په نامه د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې طالبانو د هغو خلکو کورونه سوځولي، چې تېر کال يې د طالبانو پر ضد پاڅـون کړى و.

هغه زياتوي، چې تر ٢٠٠ زياتې کورنۍ د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ ته کډه شوې دي.

بله خوا د کاپيسا ولايت چارواکي هم وايي، چې ددې کار ترشا د هغو پاکستانيو طالبانو لاس دى ، چې په دې ولسوالۍ کې يې فعاليت پيل کړى دى.

د کاپيسا والي محراب الدين ساپي پژواک اژانس ته وويل ، په دې بريدونو کې چې  د وسله والو طالبانو له خوا ترسره شوي ، يوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ژوبل دي.

هغه زياته کړه، چې يوه پلاوي ته يې دنده سپارلې، څو ياده پېښه وڅېړي ، څو په راتلونکي کې يې مخه ونيول شي.

بله خوا د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان هغه راپورونه ردوي، چې ګوندې د سکين دره د وسله والو  مخالفينو له خوا تازه نيول شوې ده.

امنيه قوماندان خواجه فقير احمد صديقي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه دره له تېرو ١٢ کلونو راهيسې د وسله والو تر ولکې لاندې وه .

هغه زياته کړه، چې دوى د يادې درې د نيولو په موخه ١٠٠ تنه سيمه ييز پوليس روزلي او پلان يې درلود، چې هلته يې ځاى پر ځاى کړي.

صديقي وايي، يو شمېر سيمه ييز پوليس خپلو کليو ته تللي وو، هلته يې له طالبانو سره نښته کړې وه او بيا بېرته مرکز ته راغلي وو، خلکو فکر کاوه، چې ګوندې سيمه طالبانو نيولې.

د امنيه قوماندان دا هم تاييدوي ، چې وسله والو طالبانو د نورو کورونو ترڅنګ د اله ساى ولسوالۍ دامنيه قوماندان کور هم سوځولى دى .

هغه زياتوي، چې په نږدې ورځو کې به په ياده ولسوالۍ کې پراخه چاڼيز عمليات پيل کړي او سيمه به د هغوى له شتون  څخه پاکه کړي.

د سکين درې يو اوسېدونکى لعل محمد وايي ، چې ددې ولسوالۍ ٩٠ سلنه سيمه د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ده .

وسله والو طالبانو په  اله ساى ولسوالۍ کې د خلکو د کورونو د سوځولو په اړه دولتي ادعا رد کړه. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې هلته جګړه شوې او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په اله ساى ولسوالۍ کې بهرني وسله وال نشته، ټول افغانان دي او دا يې د حکومت پروپاګنډ وباله.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version