ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو د ۴۳ سلنې رايو د بيا شمېرنې وړانديز وکړ

11 Jul 2014 - 10:21
11 Jul 2014 - 10:21

 کابل ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۳): ملګرو ملتونو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو او حامد کرزي ته د ۴۳ سلنې رايو د بيا شمېرنې وړانديز کړی دی.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې تېر ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي، د ولسمشر د مرستيالانو، قاضي القضات، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون د مشر او د ټاکنيزو کمېسيونونو د مشرانو او غړو په ګډون په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوه غونډه تر سره شوه.

 سرچينه زياتوي، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي يان کوبېش، د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو سره د خپلو خبرو اترو په اړه برخه والو ته معلومات ورکړل او د ټاکنيزې لانجې د حل لپاره يې تر ۸۰۰۰  زياتو د رايې ورکولو محلونو (صندوقونو) د تفتيش او څېړنې په اړه، چې د ټولو استعمال شويو رايو ۴۳ سلنه (درې نيم ميليونه) رايې کېږي، د دې سازمان وړانديز غونډې ته وړاندې کړ.

  د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي  يان کوبېش ويلي، چې دا طرحه به د جمعې په ورځ په رسمي ډول  دواړو کمېسيونونو او د ولسمشرۍ دواړو  کانديدانو ته وړاندې کړي.

 په خبرپاڼه کې  راغلي، ولسمشر حامدکرزي ويلي، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د  وړانديز او د ډاکټر اشرف  غني احمدزي د توافق په احترام، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ستونزې لپاره يې د يوې حل لارې د موندنې په موخه د ملګرو ملتونو سازمان له منځګړيتوب سره هوکړه کړې وه، د دې سازمان طرحه تاييد کړې او  له ټاکنيزو کمېسيونونو او د ولسمشرۍ له کانديدانوڅخه يې وغوښتل، چې په دې اړه له ملګرو ملتونو   سازمان سره همکاري وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version