ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: د ولسمشرۍ نوماندان او پلويان يې بايد د ټاکنو پايلې ومني

17 Dec 2019 - 11:31
17 Dec 2019 - 11:31

 

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هيله وښوده چې د ولسمشرۍ ټاکنۍ ژر اعلان او له کانديدانو يې وغوښتل چې پايلې يې ومني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر يوناما له خوا د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياماموتو دغه څرګندونې  تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې مېرمن عادلې راز هم دغې غونډې  ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان له راتلونکې ادارې سره دې هم مرستې روانې وساتي‌ چې له  ۲۰۱۵څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې  په اقتصادي پرمختګ، سولې او نورو برخو کې پلان شوي پروګرامونه بشپړ شي.

تادامیچي د خبرو په پیل کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په ډېر وضاحت سره معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه، هغوی په دغې پروسې کې شته ستونزې مني او ځينو کاندیدانو د دغې پروسې په اړه خپلې اندېښنې هم ورسره شریکې کړې، خو هیله یې وښوده چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.

د يوناما مشر د ولسمشرۍ له ټولو کانديدانو او د هغوى له پلويانو وغوښتل چې د ټاکنو پايلې ومني چې له دې کار سره به په افغانستان کې يو قانوني با اعتباره سياسي سيستم رامنځته شي.

تدامیچي په افغانستان کې د سولې خبرو اترو کې د برلاسي لپاره د طالبانو بریدونو کې زیاتوالی ډېر خواشینونکی وباله.

نوموړى وايي چې د افغانستان حکومت غواړي د سولې پروسه باید یواځې افغانستان پورې تړلې نه وي، ګاونډي هېوادونه یې په اړه یوه خوله وي او په دغه برخه کې یوه سیمه يیزه اجماع هم رامنځ ته شي.

تدامیجي د خپلو خبرو په پاې کې یادونه وکړه چې افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتيا لري او باید له  نوې ادارې سره هم مالي مرسته وشي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version