ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يان کوبېش: ملګرې ملتونه به د لېږد بهيرپه بشپړېدو سره، په افغانستان کې پراخ شتون ونه لري

يان کوبېش: ملګرې ملتونه به د لېږد بهيرپه بشپړېدو سره، په افغانستان کې پراخ شتون ونه لري

author avatar
30 May 2012 - 20:10
يان کوبېش: ملګرې ملتونه به د لېږد بهيرپه بشپړېدو سره، په افغانستان کې پراخ شتون ونه لري
author avatar
30 May 2012 - 20:10

کابل ښار(پژواک د غبرګولي ١٠مه ٩١): ملګرو ملتونو اعلان وکړ،چې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد بهير په سرته رسېدو سره  به، ياد سازمان خپل شتون په افغانستان کم کړي، خو دهغوى  اړوند نور سازمانونه به په پراختيايي برخو کې کار کوي تر ډېره به پر ولايتونو کې شتون او فوکس ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش(Jan Kubis) په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د شتون څرنګوالى ؛ له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته  دامنيتي مسووليتونو د لېږد تر بهير وروسته، په ډاګه شي.

د لېږد امنيتي بهير،چې تېرکال پيل شو د ٢٠١٣کال تر نيمايي پورې به بشپړ شي او د ناټو او ايساف ماموريت به تر ٢٠١٤کال پورې دوام ومومي، خو نړېواله ټولنه به له افغانستان سره تر ٢٠٢٤کال پورې اوږدمهالې مرستې وکړي.

يان کوبېش د لېږد  بهير تر بشپړيدو وروسته ، د ملګرو ملتونو  سازمان د پراخ نشتون په اړه وويل: ((کوم شى،چې نه غواړو سترګې پرې پټې کړم ، په يقيني توګه د ملګرو ملتونو د شتون په برخه کې به بوديجوي محدوديتونه وي.))

هغه زياته کړه،چې نور لاملونه يې امنيتي مسايل دي،چې په ځينو سيمو کې د ملګرو ملتونو لپاره ډېر ګران تمامېږي، او د بوديجې اوسني وضعيت ته په پام سره نه ښايي، چې خپل پراخ شتون ته دوام ورکړو.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټينګار وکړ،چې د ملګرو ملتونو د شتون مسئله به د لېږد بهير په ډاګه کړي او دا د افغان دولت له  غوښتنې سره هم تړاو لري،چې د لېږد له بهير څخه وروسته د ملګرو ملتونو سازمان ،د مرستيال پلاوي دفتر(يوناما) د همکارۍ د څرنګوالي او شتون غوښتنه وکړي.

خو نوموړي زياته کړه، چې د لېږد بهير په بشپړېدو او د ايساف ځواکونو له وتلو څخه وروسته د ملګرو ملتونو  اړوند نور سازمانونه به په پراختيايي برخو کې کار کوي تر ډېره به پر ولايتونو کې شتون او پاملرنه ولري.

يان کوبيش په دې خبري غونډه کې، د اساسي قانون له مخې په ٢٠١٤کال کې د ټاکنو د ترسرکولو په اړه د ولسمشر حامد کرزي د وروستيو څرګندونو هرکلى وکړ او ويې ويل،چې دا څرګندونې نه يواځې د افغان ولس، بلکې د يوناما لپاره هم مهمې دي.

ولسمشرحامد کرزي په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه کې ټينګار وکړ،چې د ولسمشرۍ ټاکنې به په ٢٠١٤کال کې ترسره شي او بايد له کورنيو او باندينيو لاسوهنو څخه پاکې وي.

دا په داسې حال کې ده،چې حامد کرزي د شيکاګو له غونډې مخکې ويلي و: ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې او د بهرنيو ځواکونو وتل په ٢٠١٣کال کې ترسره شي، څو په ٢٠١٤کال کې د نورو پروګرامونو لپاره اړين وخت ولرو، خو هغه څرګنده کړه،چې په دې اړه په بېړه تصميم نه شي نيولى او له څو مياشتو راپدېخوا خبرې اترې روانې دي او هر تصميم چې نيول کېږي، د افغان ولس په ګټه به وي.

دملګرو ملتونو ځانګړي استازي وويل: (( د ټاکنو په اړه،چې کومې پوښتنې افغان چارواکي په ځانګړې توګه ولسمشرکرزى لري، په يقيني ډول يې د نړيوالې ټولنې ذهن مصروف کړى دى،چې څرنګه ځان د ټاکنو لپاره چمتو کړو.))

نوموړي زياته کړه: يوناما ژمنه ده،چې د جمهوري رياست ټاکنې په ټاکلې وخت او د افغانستان د اساسي قانون له مخې ترسره شي او يوناما له همدا اوس څخه ،له دې پروسې نه د ملاتړ په خاطر چمتوالى نيسي.

يان کوبېش د ټاکنو په ترسره کېدو کې ،امنيت له عمدوو مسايلو څخه وباله او زياته يې کړه، چې د امنيت ټينګښت، لوژستيکي بهير او له دې پروسې څخه ملاتړ هغه مسايل دي،چې ولېدل شي نړېواله ټولنه به له دې بهير نه  څرنګه ملاتړ وکړي.

سرچينې په ډاګه کړه،چې تردې وړاندې نړېوالې ټولنې او بهرنيو ځواکونو په ګډه د ټاکنو له بهيرڅخه ملاتړ کړى و او دې پروسه کې ښکېل وو او ملګري ملتونه هيله لري،چې نړېواله ټولنه به د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې هم مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده،چې ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون په خپلواکۍ د ټينګار ترڅنګ ويلي و،چې دا سازمان به د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو له بهير  او د سولې له پروسې څخه  د ملاتړ په برخه کې، فعال رول ولوبوي.

همداراز ملګري ملتونه به د ټاکنو له پروسې سره تخنيکي مرستې وکړي ، له دې بهير څخه به څارنه وکړي او د ټاکنو کميسيون د ظرفيت جوړونې په برخه کې به هم ، يو شمېرکارونه ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.