لښکرګاه –جلال اباد (پژواک ۱۴ زمری ۹۳): په هلمند او لغمان ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو په ترڅ کې دوه پوليس او ١٩ وسله وال وژل شوي، يو پوليس او ١٤ وسله وال ټپيان دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سنګین په ساروان کلا سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، دغه راز د کجکي ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې پنځه طالبان وژل شوي، یو پولیسو او ۷ طالبان ټپيان دي.
ځاځي وویل، چې د سنګین په عملیاتو کې اتیا کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړل شوي دي.
بلخوا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لومړي بريدمن شاه محمود اشنا پژواک ته وویل، چې تېره شپه پولیسو د لښکرګاه په باباجي سیمه کې طالبانو ته کمین نیولی و.
اشنا وايي، د جګړې په ترڅ کې يو وسله وال وژل شوى او مړى يې په سيمه کې پاتې دى.
هغه زياتوي، دغه راز نن سهار څلور بجې د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج د یکاولنګ په سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته بريد شوى، دوه پوليس او درې وسله وال په کې وژل شوي دي.
بلخوا طالب ویاند قاري یو سف احمدي وايي ، چې یوه پوسته يې په کجکي او بله يې په مارجې ولسوالۍ کې نیولې او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو د بريد په پایله کې ۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د لغمان د مرکز اړوند د شمټیو په سیمه کې امنيتي ځواکونو وسله والو ته کمين نيولى و، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
ځواک وايي، چې د وژل شوو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن