ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

30 Jan 2019 - 14:12
30 Jan 2019 - 14:12

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ٣٢ طالبان او درې پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په خوشحال سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

خو د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان بيا پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ١٢ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال عبدالولي پژواک ته وويل چې تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د هوايي بريد او مخامخ جګړو په ترڅ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړو کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دى وايي چې تېره شپه په واشير ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر هم له منځه وړل شوى دى.

بل لور ته وسله وال طالبان هم په هلمند کې جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ او باباجي سيمه کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې د يوه قوماندان قدرت الله په ګډون ١٥ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version