فيض اباد (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي، د ١٦ وسله والو طالبانو د وژنې ترڅنګ وايي، چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ ورودي لارې ته چاودنه ورکړې اوله امله يې د څلورو ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې دي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو پرون د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې پر يوې امنيتې پوستې بريد کړى، چې نښتې تر پرون ماښام پورې دوام درلود او پايله کې يې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو مړي په سيمه کې پراته دي او ځينې يې د خپلو خپلوانو له لوري لېږدول شوي دي.
فروتن زياته کړه، چې په دغه نښته کې يواځې يو پوليس ټپي شوى دى.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې د تيرګران په سيمه کې د نښتې پر مهال ٨ سرحدي پوليس او اربکيان وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان دي.
بلخوا د بدخشان د والي وياند وايي، چې وسله والو طالبانو په تيرګران سيمه کې د پوستو شا ته د وسايطو د لېږد رالېږد لارې ته چاودنه ورکړې او دغه لار د لويو ډبرو او کاڼو د رالوېدو له امله تړل شوې ده.
فروتن زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د يادې لارې په اوږدو کې ماينونه هم خښ کړي، چې د سړک د بندېدو له امله د زيباک، شکاشم او واخان ولسواليو لارې د دغه ولايت له مرکز فيض اباد ښار سره تړل شوې دي.
د يادې لويې لارې مسافرين په دې اړه سخت اندېښمن دي او د سړک دواړو لوريو ته لسګونه موټر ولاړ دي.
د زيباک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سنګ محمد وويل، چې له خپلو يو شمېر کليوالو سره يوځاى يې په فيض اباد کې ښار خوراکي توکي اخيستي او اوس غواړي، چې خپلې ولسوالۍ ته ستانه شي، خو له پرون راهيسې د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې بند پاتې دي.
هغه زياته کړه: ” دلته ټول خلک، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې له ستونزو سره مخ دي او که چېرې دغه لاره خوشې نه شي، نو اړ يو چې بيرته فيض اباد ته وګرځو او د کرايې او خوراکي توکو لګښتونه به مو ډېر شي.”
خو د بدخشان د والي وياند وايي، چې له فيض اباد څخه وردوج ته له سلو زيات پوليس لېږل شوي او د لارې د پرانيستو کار پيل شوى دى.
هغه وويل، چې تر اوسه پورې د دغې لارې پنځوس سلنه برخه پاکه شوې او ټاکل شوې، چې پاتې لاره ژر تر ژره پرانيستل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن