ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د رايو د عادي تفتيش لړۍ پاى ته رسيږي

24 Aug 2014 - 19:39
24 Aug 2014 - 19:39

 کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د رايو د عادي څېړنې لړۍ به د نن ورځې تر پايه ختمه شي او سبا ته به د رايو د باطلېدو پروسه پيل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د رايو د عادي څېړنې لړۍ پاى ته رسيږي او سبا ته به د شپږو زرو ځانګړو صندوقونو په بيا شمېرنه پيل وشي، ترڅو دغه لړۍ هم ژر تر ژره پاى ته ورسيږي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره، چې د عادي څېړنې لړۍ او د رايو ځانګړې بياشمېرنه په عادي ډول مخ ته روانه ده، زياته کړه: ” موږ له دواړو ټاکنيزو ټيمونو غوښتي، ترڅو خپلو څارونکو ته دنده وسپاري، چې د وخت له ضايع کولو څخه ډډه وکړي او دغې لړۍ ته چټکتيا ورپه برخه کړي.”

هوتکي زياته کړه، چې سبا به د رايو د باطلېدو لړۍ د ملي او نړيوالو او د دواړو ټاکنيزو ټيمونو استازو او رسنيو په حضور کې پيل شي.

د رايې ورکولو د شاو خوا ٢٣ زره صندوقونو د څېړنې لړۍ، د چنګاښ مياشتې په ٢٦ مه په رسمي ډول پيل شوې ده.

 د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز ټيم غړي داوود سلطان زوى وويل، چې د عادي تفتيش لړۍ نږدې پاى ته رسېدلې او د ځانګړې څېړنې د لړۍ کار بايد چټک شي، ترڅو دغه لړۍ هم ژر تر ژره پاى ته ورسيږي، ځکه خلک نور د دغې لړۍ اوږدېدل نه غواړي.

 هغه زياته کړه: ” چې هرڅومره ژر د رايو د تفتيش لړۍ او د لوړې مراسم پاى ته ورسيږي، اهميت لري. ځکه موږ د افغانستان لپاره د يوه نړيوال مهم کنفرانس ( د انګلستان ولز کنفرانس) په درشل کې يو، نو اړ يو چې دغه کنفرانس ته لازم چمتووالى ولرو او په دغه کنفرانس کې يو نوى حکومت او د خلکو رښتونى غږ استازيتوب وکړي، ترڅو افغانستان ته يو نوى پيل ورپه برخه کړو.”

 د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز تيم غړي ظاهر اغبر هيله څرګنده کړه، چې د نن ورځې تر پايه د عادي تفتيش لړۍ پاى ته ورسيږي، ترڅو د رايو د ځانګړې شمېرنې لړۍ باندې تمرکز ډېر شي.

 نوموړي د ولسمشر کرزي د ضرب الاجل په اړه، چې بايد تر ١٠ ورځو پورې نوى ولسمشر وټاکل شي، وويل: ” د ولسمشر زړه سواندي د درناوي وړ ده او دغه پروسه که چېرې له لومړۍ ورځې نه وى مهندسي شوې او ټولو خپله بې پلوي ساتلې وى نو دا لړۍ به هيڅکله هم دغه ځاى ته نه وه رارسېدلې.”

 اغبر زياته کړه، چې اوس د رايو د څېړنې ټول پروګرامونه د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په مخ ځي او هيله ده، چې لوړ پوړي چارواکي، په هېواد کې جګړې او نا امنيو پاى ته رسولو ته پاملرنه وکړي.

 ولسمشر پرون يو ځلې بيا په دې ټينګار کړى و، چې افغانستان تر راتلونکو ١٠ ورځو پورې بايد نوى حکومت او ولسمشر ولري.

 خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې که  د ټاکنو لړۍ سبوتاژ او له ستونزو سره مخ نه شي نو تر راتلونکو لسو ورځو پورې به بشپړه شي.

 ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د رايو د عادي څېړنې او ځانګړې شمېرنې لړۍ، په دوه شفټونو کې د ٢٨٠ ټيمونو له لوري روانه ده او د يادې لړۍ له پيل څخه د پرون ماښام تر ٨ بجو پورې، د رايو نږدې ١٦ زره صندوقونه څېړل شوي، چې د ټولو رايو ٧٠ سلنه جوړوي.

 هغه زياته کړه، چې د ټولو ٢٣ زره صندوقونو له ډلې يې د نږدې زرو عادي صندوقونو په ګډون ٦٩٧٠ صندوقونه پاتې دي، چې له دغو صندوقونو څخه به يې ٦ زره په ځانګړي ډول وڅېړل شي.

 د  ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند زياته کړه، چې پرون ماښام د ځانګړو ٦ زرو صندوقونو له ډلې يې ٦٥٣ صندوقونه په ځانګړي ډول بياشمېرل شوي دي.

 نوموړي وويل، کله چې په ګودامونو کې د عادي تفتيش لړۍ پاى ته رسيږي، نو د دغو ګودامونو ټيمونه په دنده ګوماري، چې د رايو د ځانګړي تفتيش شمېرنه هم پيل کړي، څو دغه لړۍ هم ژر تر ژره پاى ته ورسيږي.

هغه زياته کړه، چې د رايو د باطلېدو لړۍ به سبا له غرمې وروسته د دواړو نوماندانو د استازو، ملي او نړيوالو مشاهدينو او رسنيو په حضور کې پيل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل، چې تر پرون شپې پورې ٨٢٣٨ چک لېستونه او جدولونه سيسټم ته داخل کړل شوي او ٤٨٦٧ چک ليستونه او د پايلو جدولونه د ٨ پړاونو له تېرولو وروسته سيسټم ته د داخلېدو لپاره چمتو شوي او ټاکل شوې، چې سبا ته يې په  علني توګه په اړه پرېکړه وشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version