ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ټاکنيزو ناندريو د نفتي توکيو سوداګريزې چارې ټکنۍ کړې دي“

29 Aug 2014 - 14:21
29 Aug 2014 - 14:21

مزارشريف (پژواک ۷ وږى ۹۳): د هېواد د شمال زون د نفتي توکيو سوداګر وايي، چې د ټاکنو اړوند سياسي ناندريو او د دولت ناسم چلند، په هېواد کې د نفتي توکيو سوداګريزې چارې ټکنۍ کړې دي.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې چارواکو، چې په دې وروستيو کې د شمال زون د نفتي او غير نفتي توکيو له ۲۸ سوداګرو سره ترکمنستان هېواد ته  په رسمي سفر تللي وو، وايي، چې دولت بايد د نفتي توکيو د سوداګريزو چارو سمون ته جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې مسوول ارش يونسي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې کې شک نشته، چې د ټاکنو اړوند روانو سياسي ناندريو د هېواد په سوداګريزو چارو  خورا منفي اغېز کړی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنې چې لومړى پړاو يې د وري په ١٦مه او دويم پړاو يې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شو ، خو د ټاکنيزو ډلو د اختلاف له امله يې تر اوسه وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي او دا مهال د ټولو رايو څېړنه روانه ده.

د ټاکنو په پايلو کې ځنډ هېواد له امنيتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کړى، او افغانان يې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي.

يونسي وايي، چې د ټاکنيز ستونزو تر څنګ،  دولت هم د هېواد د سوداګريزو چارو په تړاو دوه ګونی چلند کوي.

د هغه په وينا، له ټاکنيزو ناندريو وړاندې دولت په هېواد کې په خامو او نيمه خامو نفتي توکيو  د “څو تنو تش  په نامه ” سوداګرو په مشوره بنديز ولګاوه.

يونسي وويل، چې د دغه بنديز په ترڅ کې ( ۸۰ او ۰۵ ) تېل هم بند شول، چې له امله يې د شمال له بندرونو د تېلو واردات  او ورسره دولتي عوايد کم شول او د تېلو بيې لوړې شوې.

هغه وايي، چې وروسته د وزيرانو شورا د ۸۰ او ۰۵ تېلو واردولو ته اجازه ورکړه، خو وايي چې پر دغو تېلو دوه سلنه ټکس زيات شو.

د ده د معلوماتو له مخې، پر يادو تېلو  له بنديز څخه  وړاندې ۱۲سلنه ټکس و،خو وروسته ١٤ سلنو ته لوړ شو.

په هېواد کې د غضنفر ګروپ سوداګريزې کمپنې مسوول محمد يوسف غضنفر پژواک ته وويل، چې د ټاکنو اړوند روانې ناندرۍ بايد پاى ومومي او دولت د سوداګريزو چارو اړوند د هر چا مشورو ته مثبت ځواب ورنه کړي.

دى هم وايي، چې د سوداګرو په نامه څو کسانو دولت ته  د خامو او نيمه خامو نفتي توکيو په اړه ناسم معلومات ورکړي و، چې له امله يې په هېواد کې د نفتي توکيو سوداګريزې چارې  ټکنۍ شوې.

د هغه په وينا، ياد بنديز د شمال په بندرونو کې د نفتي موادو په وارداتو باندې ۵۰ سلنه منفي اغېز کړی دی.

غضنفر وويل، چې شپږ مياشتې وړاندې  د شمال له اقينې بندر څخه د مياشتې ۷۰زره ټنه نفتي توکي واردېدل؛ خو له تېرو څلورو مياشتو يې کچه ۳۵زره ټنه ته ښکته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ياد بنديز له امله د عادي تېلو په بيو کې هم  زياتوالی راغلی دی.

د هغه په وينا د تېلو د بنديز پر مهال د ۸۰ او ۰۵  يو ټن تېلو بيه ۱۱۰۰ امريکايي ډالر وه، خو اوس  ۱۴۰۰امريکايي ډالرو ته پورته شوې ده.

 غضنفر وويل، چې دوی د وزيرانو شورا له وروستۍ پرېکړې خوښ دي ، چې د ۸۰ او ۰۵ تېلو ته يې د بيا واردولو اجازه ورکړه؛ خو دولت بايد اوس له هغو کسانو پوښتنه وکړي، چې  د دې تېلو د بنديز  مشوره يې ورکړې وه.

د بلخ د سوداګرۍ خونو مسوول ارش يونسي، ترکمنستان  ته د هېواد د شمال زون د سوداګرو سفر د دواړو هېوادونو پر سوداګريزو چارو اغېزمن وباله.

ده زياته کړه، چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ترکمنستان هېواد سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ۵۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د سوداګريزو توکيوراکړه ورکړه  شوې ده.

د هغه په وينا، له افغانستان څخه ترکمنستان ته په صادراتي توکيو کې تازه ميوه او سابه  له هغه هېواد څخه افغانستان ته په رواړول شويو توکيو کې نفتي او ودانيز توکي شامل دي.

ارش وويل، چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د رېل کرښې له روانو چارو ليدنه وشوه، چې په ګړندۍ توګه يې کارونه روان دي او همداراز له اقينې بندر سره څېرمه د نفتي توکيو د سترو زيرمو د جوړېدو پلان يې هم وليد، چې د افغانستان د سوداګريزو چارو د ګړنديتوب لپاره ښه ګامونه دي.

همدراز د ترکمنستان د سوداګرۍ خونو له چارواکيو سره په کتنه کې يې د دواړو هېوادونو تر منځ د نفتي او نورو سوداګريزو توکيو د ګډو نندارتونو د جوړېدو په اړه هم خبرې وکړې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version