ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال زون لویو لارو تړل کېدو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی

د شمال زون لویو لارو تړل کېدو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی

author avatar
15 Feb 2021 - 14:43
د شمال زون لویو لارو تړل کېدو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی
author avatar
15 Feb 2021 - 14:43

مزارشريف (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹): د بلخ ولایت خصوصي سکټور يو شمېر مسوولين او سوداګر وايي چې په وروستيو شلو ورځو کې د شمال زون سوداګريزو بندرونو ته د ورغلو لويو لارو تړل کېدو له امله يې ميليونونه ډالر تاوان کړی دی.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې ياده ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي.

د سوداګرو په وينا، دمګړۍ يواځې په حيرتان بندر کې د نفتي او غير نفتي توکو څه باندې دوه زره واګونونه د لارې بندېدو له امله ولاړ دي.

دوی اندېښنه لري، که ژر تر ژره لاره خلاصه نه شي، نو د هرات اسلام کلا بندر ته ورته پېښې رامنځته کېدو امکان موجود دی.

شاوخوا شل ورځې وړاندې د حيرتان بندر په درې لارې کې د ترانسپورټي شرکتونو ډرېورانو اعتراض له امله د حيرتان بندر لاره تړل شوې ده.

د دې ترڅنګ په اقچې ولسوالۍ کې د مزار- شبرغان لويه لار او په کندوز ولايت کې د شېرخان بندر لويه لار هم له مزار څخه د تښتول شوي نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو په غبرګون کې معترضينو له خوا تړل شوې چې دغه کار خصوصي سکټور ته ميليونونه ډالر زيان اړولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خيرالدين مايل پژواک اژانس ته وويل چې د حيرتان بندر له لارې د هېواد ټولو ولايتونو ته خوراکي  او نفتي مواد او نور د اړتيا وړ توکي رسول کېږي چې په بندېدو سره يې په بازارونو کې قيمتونه لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې له تېرو شلو ورځو راهيسې په سوداګريزو توکو بار سلګونه موټر په حيرتان بندر کې ولاړ دي.

هغه له حکومت او ترانسپورټي شرکتونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې خپل منځي ستونزې حل کړي او لار دې پرانيزي.

مايل زياته کړه: ((هره ورځ زموږ پر تجارتي موادو بار موټرو باندې جريمه راځي، يو لړ توکي په موټرو کې خراب شوي، غوښتنه مو دا ده چې حکومت بايد دغه ستونزه ژر حل کړي.))

په شمال زون کې د نفتي توکو اتحاديې رييس مومن ضيايي پژواک ته وويل چې دمګړۍ په حيرتان بندر کې د لارې تړل کېدو له امله د نفتي توکو څه باندې دوه زره واګونونه ولاړ دي.

هغه زياته کړه، پر هر واګون باندې هره ورځ ۸۵ ډالر جريمه راځي چې په دې ډول سوداګرو او خصوصي سکټور ته ميليونونه ډالر زيان رسېږي.

ضيايي اندېښمن دی او وايي، که لار خلاصه نه شي؛ نو د واګونونو د تراکم له امله د اسلام کلا بندر ته د ورته پېښې رامنځته کېدو امکان موجود دی.

نوموړی وايي: ((د نفتي موادو تر دوه زره ډېر واګونونه ولاړ دي، د ورځنۍ جريمې ترڅنګ که خدای مکړه کومه وړه پېښه وشي؛ نو زيانونه به يې د اسلام کلا بندر له پېښې څو چنده زيات وي.))

د بلخ د صنعت او کانونو خونې رييس ياسين اکبري پژواک ته وويل چې د لارو تړل کېدو له امله په مزارشريف کې لس سلنه توليدي فابريکې له فعاليته لوېدلې دي.

هغه زياته کړه چې د خامو موادو نه رسېدو له امله يو شمېر فابريکو خپل فعاليتونه درولي او يو شمېر  نورې هم د موادو له کمښت سره مخ شوې دي.

سوداګر عبدالشکور يوسفزی وايي چې د مزارشريف په فارمونو کې شاوخوا دوه ميليونه چرګان موجود دي او د دانې نه رسېدو له امله يې يو ميليون د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په خبره، دغو چرګانو ته دانه او خوراکي توکي د حيرتان بندر له لارې راوړل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((د شاوخوا يو ميليون چرګانو تلف کېدو ترڅنګ په بازارونو کې د چرګ غوښې قيمت لوړ شوی چې له امله يې موږ خپل يو شمېر مشتريان له لاسه ورکړي دي.))

د بلخ سوداګرۍ خونې مرستيال غلام محمد ابراهيم زاده پژواک ته وويل، که حکومت د سوداګرو غږ وانه وري، نو دوی به د لارو خلاصېدو لپاره خپله لاس په کار شي.

هغه زياته کړه چې د لويو لارو او سوداګريزو بندرونو تړل کېدو تر شا يو شمېر سياسي کړۍ لاس لري او غواړي په دې ډول خپل شخصي اهدافو ته ورسېږي.

نوموړي وويل: ((هغه اعتراضونه چې له امله يې لارې بندېږي او زيان يې ولس او سوداګر ته رسېږي، بايد پای ته ورسول شي، که حکومت زموږ غږ واورېد وانه ورېده، له خپل زوره په استفادې لارې خلاصوو، بيا به هر مسووليت د حکومت پر غاړه وي.))

د بلخ سوداګر په داسې مهال د لارو تړل کېدو له امله د ميليونونه ډالرو زيان اوښتو خبره کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د بلخ والي د يوې خبري ناستې پر مهال د حيرتان لويې لارې خلاصېدو خبر ورکړی و.

فرهاد عظيمي ويلي وو چې د ترانسپورټ وزارت او معترضو موټر چلوونکو ترمنځ د تفاهم پر اساس دغه لويه لار خلاصه شوې ده.

خو د باربري موټرو معترضو چلوونکو بيا پژواک ته وويل، دوی به تر هغه خپل اعتراض ته دوام ورکړي چې حکومت ورته د تازه ګمرکي تعرفې معافيت کتبي تضمين ورکړي.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.