ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمشريزه کې د افغانستان دفاع وزير ګډون کوي

31 Aug 2014 - 17:03
31 Aug 2014 - 17:03

کابل (پژواک ٩وږى ٩٣): د افغانستان د ملي امنيت شورا پرېکړه کړې، چې که د ناټو تر راتلونکې غونډې نوى منتخب ولسمشر اعلان نه شي، نو د ناټو په غونډه کې دې د ملي دفاع وزير ګډون وکړي.  

دغه څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي د وږي په ٩مه له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې د وږي د مياشتې په ١٣مه، ( د ستپمبر په ٤مه) دبريتانيا په ويلز ښار کې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پيل شي .

دغه راز ټاکل شوې وه، چې په دې غونډه کې د افغانستان نوى منتخب ولسمشر ګډون وکړي ، خو د ټاکنيزو ناندريو له امله تراوسه نوى منتخب ولسمشر نه دى اعلان شوى او د ناټو غونډې ته هم د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

ايمل فيضي وويل چې نن د ملي امنيت شورا په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه پرېکړه وشوه، چې که د ناټو تر راتلونکې غونډې نوى منتخب ولسمشر اعلان نه شي ،نو د ناټو په ياده سرمشريزه کې  به د افغانستان ملي دفاع وزير ګډون وکړي.

ده زياته کړه چې له دې مخکې د ناټو سرمنشي ولسمشر حامدکرزي ته بلنه ورکړې وه ، چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي ، خو ولسمشر کرزي د يوه ليک په ترڅ کې له ناټو څخه مننه کړې وه او ورته يې ويلي و، چې که د ناټو تر غونډې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا نوى منتخب ولسمشر اعلان شو ، نو هغه به په کې ګډون وکړي او که هغه اعلان نه شو ، نو د افغانستان د حکومت يو استازى به ورته معرفي شي .

د فيضي په وينا، چې که د ناټو له غونډې يوه ورځ مخکې هم د ټاکنو کمېسيون له خوا نوى منتخب ولسمشر اعلان شي او د لوړې مراسم يې هم نه وي ترسره کړي ، نو د ولسمشر کرزي له خوا به دغه نوى منتخب ولسمشر د يوه ليک په ترڅ کې د ناټو سرمشريزې ته ور معرفي شي او ګډون به په کې وکړي .

د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې، په داسې حال کې د ځنډ او ناندريو ښکار شوي، چې راتلونکې مياشت دوه نړيوال کنفرانسونه په لاره اچول کېږي؛ لومړی د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه چې په دې کې به له افغان ملي ځواکونو د دوامدارو مالي مرستو او د ناټو د نوي ماموريت د پيلېدو پخلی کېږي .
دغه راز تر دې غونډې به څو اونۍ وروسته په نيويارک کې د ملګر ملتونو کلنۍ غونډه جوړېږي، خو د افغانستان ټاکنيزو ناندريو ته په کتلو سره، دا لا نه ده معلومه، چې په دې غونډو کې به څوک د افغانستان استازيتوب وکړي .
 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version