ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ناټو سرمشريزه به د افغانستان پر اوس او راتلونکي خبرې وکړي”

“د ناټو سرمشريزه به د افغانستان پر اوس او راتلونکي خبرې وکړي”

author avatar
30 Aug 2014 - 14:38
“د ناټو سرمشريزه به د افغانستان پر اوس او راتلونکي خبرې وکړي”
author avatar
30 Aug 2014 - 14:38

واشنګټن (پژواک ٨ وږى ٩٣): امريکا وايي چې د ناټو په وېلز غونډه کې به د افغانستان پر اوسنيو او تر ٢٠١٤ کال وروسته پر حالاتو خبرې وشي.

دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ د اروپايي چارو مسوول چارليس کوپچان په واشنګټن کې خبريالانو ته کړې دي.

ټاکل شوې د ناټو د وېلز سرمشريزه غونډه راتلونکې پنجشنبې (د وږي ١٣مه) پيل شي.

د سپينې ماڼۍ ياد چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر اوسه دا نه ده په ډاګه چې د ناټو په ياده سرمشريزه غونډه کې به څوک د افغانستان استازيتوب کوي.

ناټو تر دې مخکې ويلي وو چې دوى د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نړۍ يو شمېر ولسمشرانو او لومړي وزيرانو ته بلنه ورکړې، اوس په افغانستان پورې اړه لري چې يادې غونډې ته څوک لېږي.

ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې په ډاګه کړه چې په دې غونډه کې به دى نه، بلکې نوى ولسمشر به ګډون وکړي.

خو دا چې دې غونډې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، تر اوسه نه هم د ټاکنو پايلې اعلان شوې او نه هم نوى ولسمشر معلوم شوى دى.

د بهرنيو چارو وزارت نن پژواک ته ويلي، که چېرې نوى ولسمشر معرفي نه شي، نو د اوسني حکومت يو پلاوى به په دې غونډه کې ګډون وکړي.  

د سپينې ماڼۍ د اروپا د چارو مسوول وايي چې د ناټو د وېلز په سرمشريزه غونډه کې به د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې او بحث کېږي.

د هغه په وينا، په دې ځانګړې غونډه کې به په افغانستان کې د ايساف د روان ماموريت د پاى ته رسېدو او د ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې د نوي ماموريت پر پيل او افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پر پروسې خبرې وشي.

چارليس زياته کړې: ((د ناټو په غونډه کې به پرېکړه کېږي چې د امريکا او متحدينو ځواکونه به له جنګي حالت څخه روزنيز حالت ته واوړي.))

د هغه په وينا، په دې غونډه کې به د افغان ملي ځواکونو پر تمويل او تجهيز هم خبرې وشي.

چارليس زياتوي: ((پر يادو او نورو موضوعاتو د خبرو لپاره اړينه ده چې د افغانستان استازى هم ګډون ولري او موږ دې ته سترګې په لار يو، چې څوک به د افغانستان په استازيتوب په دې غونډه کې ګډون وکړي.))

د سپينې ماڼۍ دغه چارواکي ويلي، چې په ځانګړې غونډه کې به له افغانستان سره د امريکا او ناټو پر اوږود مهاله همکاريو باندې هم خبرې وشي.

د يادونې ده، څلور کاله مخکې د ناټو د لېزبون په سرمشريزه غونډه کې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو پرېکړه شوې وه.

دوه کاله مخکې د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د افغان ځواکونو د دوامداره مالي ملاتړ او د ناټو د نوي ماموريت د پيلولو پرېکړې وشوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.