ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعادت: حامد کرزى دې د نوي ولسمشر تر راتلو ارګ نه پرېږدي

31 Aug 2014 - 16:31
31 Aug 2014 - 16:31

کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر وايي، ولسمشر په وار، وار ويلي چې راتلونکې سې شنبې ارګ پرېږدي، خو دى ترې هيله لري چې د نوي ولسمشر تر ټاکلو دغه کار ونه کړي، ځکه چې ملک بې ثباته کېږي.

ولسمشر حامد کرزي په ټينګار سره غوښتنه کړې چې د ټاکنو روانه پروسه دې ژر پاى ته ورسول شي او د وږي په ١١مه دې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.

خو د ولسمشر تر دغو څرګندونو څو ورځې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش له ولسمشر سره د ليدنې پر مهال وويل چې د وږي تر ١١مې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي او کېداى شي دغه پروسه د وږي تر ١٩مې پاى ته ورسېږي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې حامد کرزي په وار، وار تاکيد کړى چې سې شنبې (د وږي ١١مه) به ارګ پرېږدي.

سعادت زياته کړه: “زه بايد په صراحت سره ووايم چې د ولسمشر حامد کرزي دغه کار د اساسي قانون خلاف دى.”

هغه وويل، د ولسمشر له دغه هوډ څخه چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ييز ډول بل منتخب ولسمشر ته لېږدوي، د ستاينې وړ دى خو د نوي ولسمشر تر ټاکلو د هغه له خوا د ارګ پرېښودل ستونزې را ولاړوي.

د ده په اند، که چېرې ولسمشر واک خپلو مرستيالانو او يا بل کس ته پرېږدي او هغه دا هوډ ونه لري چې واک منتخب ولسمشر ته ولېږدوي، نو بيا به هېواد له ستونزو سره مخ شي.  

هغه زياته کړه: “خداى مه کړه که موږ داسې يو حالت ته ورشو چې څو ورځې وروسته کمېسيونونه نتيجه اعلان کړي او هغه نه وروسته هغه چا ته چې قدرت انتقال شوى، هغه قدرت انتقال نه کړي، نوکېداى شي … موږ يو ځل بيا د يو کودتايي نظام شاهدان و اوسو.”

سعادت زياته کړه: “نو د افغانستان پر ولسمشر باندې غږ کوو چې په حوصله دا څو ورځې نور خپل واک ته دوام ورکړي، د خلکو زړه درسره تنګ نه دى اما ستا دا ډول فشار، دا ډول تاکيد، په دې ملک کې بې ثباتي راولي، هيله مو درنه دا ده چې پر خپل ځاى پاتې شي، فقط تر څو ورځو نورو پورې چې د افغانستان مشروع رييس جمهور راشي او دا به د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل وي چې افغانستان د نړۍ له نورو ملتونو سره سيالۍ کې برابر شي.”

خو د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې ولسمشر د سې شنبې په ورځ ارګ نه پرېږدي او   دې ته ژمن دى چې له اساسي قانون سره سم بل منتخب ولسمشر ته واک وسپاري.

دا په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، له ټولو رايو تر پرون ماښام پورې ٨٣ سلنه يې څېړل او بيا شمېرل شوې او کېداى شي دغه لړۍ په نږدې ورځو کې بشپړه شي.

د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ د دويم پړاو ترسره شوو ټاکنو د ټولو رايو څېړنه وروسته له هغه پيل شوې چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغليو تر دعوې وروسته له ټاکنيزو کمېسيونونو سره اړيکې پرې کړې او بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب دواړه نوماندان د ټولو رايو پر تفتيش او “ملي وحدت حکومت” پر جوړولو سره سلا شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version