ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يان کوبيش : د وږي تر ١١مې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي

يان کوبيش : د وږي تر ١١مې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي

author avatar
28 Aug 2014 - 17:08
يان کوبيش : د وږي تر ١١مې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي
author avatar
28 Aug 2014 - 17:08

کابل ( پژواک، ٦ وږى ٩٣ ): د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي ، چې د وږي تر ١١مې نېټې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي.

له ارګ څخه د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش دغه څرګندونې نن په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال وکړې .

سرچينې زياته کړې، يان کوبيش د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايو د بياشمېرنې او څېړنې د پروسې د  پرمختګ په اړه ولسمشر حامدکرزي ته معلومات ورکړل.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ددې ليدنې پر مهال په ډاګه کړې، چې د رايو د تفتيش پروسه په ښه ډول پر مخ روانه ده .

خو هغه ويلي، چې د روان لمريز کال د وږي د مياشتې تر يوولسمې نېټې ( د ستمبر دويمه) پورې ددې پروسې پاى ته رسول ممکن نه دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي هيله څرګنده کړې، چې د رايو د تفتيش پروسه به د روان لمريز کال د وږي د مياشتې تر نولسمې ( سپټمبر۱۰ ) پورې پای ته ورسېږي.

د يادونې ده، چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې ويلي و، چې د کانديدانو او د ملګرو ملتونو په غوښتنه يې د خپل واک موده يوه مياشت غځولې وه، چې د وږي په يوولسمه پاى ته رسيږي.

هغه زياته کړې وه، چې تر يادې نېټې وروسته خپل واک نه غځوي او غوښتنه يې کړې وه، چې د وږي په ١١مه دې نوى ولسمشر اعلان شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.