پلخمري (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو قوماندان په بغلان ولايت کې له خپلو دوو کسانو سره وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت وايي چې دغه قوماندان زلمى نومېده او د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوکچنار سيمه کې تېره شپه د پوليسو د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه قوماندان مړى د هغو له دوو نورو ملګرو سره د پوليسولاس ته ورغلى، خو څلور ټپيان د حزب اسلامي د کسانو له خوا د پېښې له ځايه لېږدول شوي دي.
د قاري سميع الله په نوم يو ځايي استوګن وايي چې قوماندان زلمى دوه کاله وړاندې په مرکزي بغلان کې د امنيتي ځواکونو د کومانډو په عملياتو کې ټپي شو او پاکستان ته ولاړ، خو له دوو مياشتو راهيسې بېرته بغلان ته راغلى و.
هغه زياته کړه چې پر طالبانو سربېره د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله وال هم په مرکزي بغلان کې د دولت پر وړاندې جنګېږي.
حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، تېر کال د کلاکوف په نوم د حزب اسلامي يو بل قوماندان هم د بغلان د مرکز په کرکر سيمه کې د کورنيو او بهرنيو ګډو ځواکونو په عملياتو کې له اوو کسانو سره ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن