ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ماشوم د جنسي تېري په تور يو ځوان ونيول شو

18 Sep 2014 - 18:47
18 Sep 2014 - 18:47

مزارشريف (پژواک ٢٧ وږى ۹۳): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، پر اته کلن ماشوم د جنسي تېري په تور ۲۰ کلن ځوان ونيول شو.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وږی په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين مهال يو تن د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته عارض شو، چې پر اته کلن زوی يې يو کس جنسي تېری کړی دی.

نوموړي زياته کړه، د يادې ولسوالۍ امنيتي مسوولينو سم له واره په کار شول او د يوه کلي اوسېدونکی ۲۰ کلن رحم الدين يې د جنسي تېري په تور باندې ونيو.

د هغه په وينا، د ماشوم پلار ويلي، چې زوی يې د مالونو د څر په حالت کې و، چې ياد شو ځوان ورباندې جنسي تېری کړی دی.

د اته کلن ماشوم ګاونډي اغامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه څلور ورځې وړاندې د دوی په سيمه کې رامنځ ته شوې وه.

نوموړي زياته کړه، کله چې د کلي خلک له پېښې خبر شول، نو د ماشوم پر پلار فشار راووړ، چې د کليوالي مرکې له لارې به سره جوړه وکړي او امنيتي مسوولين دې نه خبروي.

اغامحمد وويل: ((کله چې د ماشوم پلار پوه شو، چې کليوال يې مشکل نه شي حل کولی، نو مجبور شو، چې امنيتي ارګانونو ته عارض شي.))

په مزارشريف کې د شمال زون د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون مسوول قاضي سيدمحمد سامع هم دغه پېښه وغندله، خو زياته يې کړه، چې لا هم دوی په رسمي توګه له يادې پېښې کوم معلومات نه لري.

دى زياتوي، دوی به د پژواک د ورکړل شويو معلوماتو له مخې له شنبې ورځې د يادې پېښې د لا سپړنې په موخه بلخ ولسوالۍ ته خپل پلاوی واستوي.

د هغه په وينا، ورته پېښې عموما بې سوادۍ، له ديني مسايلو څخه بې خبري، بې کاري او داسې نور لاملونه لري.

قاضي سامع وويل، په دې وروستيو کې د يادو لاملونو له وجې ورته پېښې زياتې شوي؛ خو کره شمېره يې وړاندې نه کړای شوه.

نوموړي له امنيتي ارګانونو څخه د پېښې د سمې څېړنې غوښتنه وکړه.

د امنيت امر سمونوال قادري وويل، چې د پېښې په تړاو د دوی څېړنی د پاى ته رسېدو په حال کې دي او ښايي سبا ته نيول شوی کس څارنوالۍ ته ور وپېژني.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version