ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: په حکومت کې دې زموږ پر قاطعيت څوک شک نه کوي

22 Sep 2014 - 19:23
22 Sep 2014 - 19:23

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٣): د هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي تر اعلانېدو وروسته، نوموړي په خپلې لومړۍ وينا کې وويل، چې خلکو ته په خپلو ورکړو ژمنو به عمل وکړي او د قانون په پلي کولو کې به پرېکنده وي.

اشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل ښار کې يوې غونډې ته په وينا کې د ټاکنو د پايلو په اعلان خوښي وښوده او په دې برخه کې يې د خلکو له حوصلې او زغم څخه مننه وکړه.

نوموړي د لومړي ځل لپاره له يوه ولسمشر څخه بل ټاکل شوي ولسمشر ته په سوله ييزه بڼه د واک لېږد د سترې بريا په توګه ياد کړ او خلکو ته يې مبارکي ورکړه.

احمدزي وويل، د هېواد سياسي مسايل سياسي حل غواړي او د ټوپک په زور نه شي هوارېدى.

هغه زياته کړه: ((خلکو رايه ورکړې، چې سوله او ثبات تامين کړم او زه به هېڅکله هم د هغوى رايه په بل څه معامله نه کړم.))

منتخب ولسمشر له عبدالله سره شوې هوکړې ته په اشاري سره وويل، چې عبدالله به هم په ټاکنيزو مبارزو کې خلکو ته په ورکړو ژمنو عمل کوي او د ملت خادم به وي.

هغه د کډوالو په راستنولو ټينګار وکړ او ويې ويل: ((دا ملت به تر هغو نيمګړى وي، څو يې چې ټول کډوال په غېږ کې نه وي نيولي.))

هغه زياته کړه: ((د حذف سياست مو حذف کړ، ملي يووالى ستره غېږه غواړي، څو له ټولو جريانونو استازيتوب وکړو، خو د ملي يووالي حکومت موخه داده، چې په هېواد کې ټول موازي حکومتونه حذف شي.))

احمدزي زياته کړه، چې د ده تر مشرۍ لاندې به د ملي يووالي حکومت سهامي شرکت نه وي. هغه په ډاګه کړه، چې له عبدالله سره يې کړې هوکړه د دندو وېش دى او قدرت او صلاحيت به ونه وېشل شي.

نوي ټاکل شوي ولسمشر په خپلو خبرو کې، اساسي قانون د محک په نامه ياد کړ او څرګنده يې کړه، چې د هېواد اساسي قانون به يې  د حکومتوالۍ او کړنو محک وي او له خپلې پخوانۍ ژمنې سره سم به په هرو شپږو مياشتو کې د اساسي قانون د ترسره کولو په اړه خلکو ته راپور ورکړي.

اشرف غني احمدزي قانون ته پر خپلې ژمنتيا د ټينګار تر څنګ وويل: ((زموږ په نيت او اراده بايد څوک شک ونه کړي، همداسې زموږ په قاطعيت، خو دغه قاطعيت به د قانون مطابق وي.))

د دولت راتلونکي رييس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې له پلان سره سم نوموړى د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د تلې اوومه) د لوړې مراسم تر سره کړي.

د وزيرانو دارالانشاء او چارو ادارې ويلي دي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، ولسمشران، مرستيالان يې او د بهرنيو چارو وزيران يې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره را بللي دي.

دغه مراسم به د جهادي مشرانو، مخورو، د ملي شورا  او مدني ټولنې غړو په ګډون په کابل کې د ولسمشرۍ په ارګ کې تر سره شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version