ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې باید تشخیص شي

28 Jun 2019 - 19:02
28 Jun 2019 - 19:02

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۸) : ولسمشر اشرف غني ویلي، په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول ځکه مهم دی چې دغه هېواد او طالبان یو پر بل ټینګه تکیه لري.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پاکستان ته د سفر پر مهال په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو څیړنو مرکز کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خپله وینا کې کړې ده.

هغه وویل : (( زه دلته د یوه خپلواک افغانستان د ولسمشر په توګه راغلی یم، چې د دوو خپلواکو هیوادونو اړیکې پیاوړې شي، زموږ اړیکې دوه اړخیزو اخترام پورې تړاو لري، موږ باید ماضي هیره کړو.))

ولسمشر غني وویل، چې څه موده مخکې په کابل کې د سولې لویه مشورتي جرګه کې چې پکې له ټول هیواد څخه څه دپاسه ۳۰۰ کسانو ګډون کړي وو، ۲۳ ماده ییزه پریکړه لیک خپور کړ ، چې پکې دوه مادې ډیرې مهمې وې.

 د هغه په وینا، په دې مادو کې وړاندیز شوی و، چې له پاکستان سره باید اړیکې نورمال شي او د افغان شخړې سیاسي هواری پیدا کړی شي.

ولسمشر غني په دې وینا کې د پاکستان او افغانستان پر اقتصادي اړیکو، ټاپي پروژې او سیمه یزي سوداګرۍ هم اوږدې خبري کړي.

دغه غونډه چې د پاکستان د بهرنیو د وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ، ډیپلوماټانو، استادانو او محصلینو هم پکې ګډون کړی و، ولسمشر غني وویل، چې افغانستان یو خپلواک  دی او د نورو استعمار نه مني.

هغه د افغان سولې بهیر ته په اشاره سره  ویلي، چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول ځکه مهم دی چې دغه هېواد او طالبان یو پر بل ټینګه تکیه لري.

غني زیاته کړې :”د پاکستان او طالبانو ترمنځ یو بل باندې ډېره قوي تکیه وجود لري، موږ ته په کار ده چې په دې پوه شو، د دې لپاره چې د یو جګړیز حالت نه د همکارۍ خواته حرکت وکړو، د یو پروګرام له‌مخې عمل ته اړتیا ده.”

د نوموړي په وینا، د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې تشخیص شي او له هغه په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره کار واخیستل شي.

ولسمشر غني ویلي پاکستان ته یې د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورمالو اړیکو او باور فضا رامنځته کېدل دي، هغه زیاته کړې:”افغانان نه چاته په ننواتې ورځي او نه یې هم څوک حقونه تر پښو لاندې کولای شي.”

هغه زیاته کړې، د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره سوله غواړي: “موږ سیاسي حل لارې ته چمتو یوو، خو د دې لپاره نه چې طالبان زورور دي، بلکې په هېواد کې د جنګ، ناورین او د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره.”

ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«د هڅونې تګلاره موږ ته اجازه راکوي چې یوه ښه تګلاره جوړه کړو. دې برخه کې پاکستان مهمه ونډه لري، ځکه پاکستان او طالبان پر یوه او بل ډېر تکیه دي. موږ باید دا مشخصه کړو. په دې اړه منظم کار وکړو، څو د تاوتریخوالي پر ځای، همکارۍ ته ولاړ شو.»

غني وايي، د یوه خپلواک افغانستان د استازي په توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو او مساویانه همکاریو د جوړېدو لپاره پاکستان ته راغلی دی.

ولسمشر څرګنده کړه:«د دې لپاره چې مخکې ولاړ شو، نه غواړم چې تېر مسایل یاد کړم، خو غواړم چې د دوو ټکو پر توپیر قایل شو. یوه بده لار ده چې د تګلارې د نشتون په مانا نه ده، بلکې د غلطیو د تکرار په مانا ده. نن داسې مهال پاکستان کې یوو چې بده تګلاره روښانه شوې او موږ د ښې تګلارې د جوړېدو په لټه کې یوو.»

ولسمشر غني په دې سفر کې د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او ګڼ شمیر سیاسي مشرانو سره لیدلی دي. هغه نن د پنجاب لاهور ښار ته تللی او سوداګرو سره یې لیدلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version