کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٣): په کابل کې د کرکټ شل اووريزو سياليو په لړ کې د خيبر ګرين او المصافي لوبډلو خپلو سيالو لوبـډلو ته ماتې ورکړه.
د لوبه کرکټ کميونيټي له خوا (اېل سي سي) له خوا د “ميليون ليګ” کرکټ سيالۍ چې په کې د دوو پاکستانۍ لوبـډلو په ګډون ٨ لوبـډلې برخه لري، د وږي په ٢٨مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.
د اېل. سي. سي مشر ضراب شاه ظهير د وږي په ٣١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون لومړۍ لوبه د کاروان پوهنتون او د پاکستان د خيبرګرين فاټا ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د کاروان لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري توريالي ٤٤ او جمشېد ٢٧ منډې وکړې.
په ځواب کې د خيبر ګرين فاټا لوبډله ياد هدف په نولسم اوور کې ديوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله ددوى له لوري سعيد اپريدي ٩١ په زړه پورې منډې وکړې چې په پاى کې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د اېل سي سي مشر وويل چې تر غرمې وروسته دويمه لوبه د المصافي او متحد افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د المصافي په بريا پاى ته ورسېده.
ظهير وايي چې د المصافي لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري خيبر عمر يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او ٨٧ منډې يې جوړې کړې.
د هېواد دوست لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٥٧ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري رياض ٦٦ او رحمت سهاک ٤٥ منډې جوړې کړې، خيبر عمرى غوره لوبغاړى اعلان شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن