ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ : ميليون ليګ سياليو کې کاروان او خيبر ګرين لوبډلو لوبې وګټلې

21 Sep 2014 - 11:10
21 Sep 2014 - 11:10

کابل (پژواک  ٣٠ وږى ٩٣): په کابل کې د کرکټ شل اووريزو سياليو په لړ کې کاروان پوهنتون او د پاکستان خيبر ګرين فاټا لوبډلو خپلو سياليو لوبـډلو ته ماتې ورکړه.

د لوبه کرکټ کميونيټي له خوا (اېل سي سي) له خوا د “ميليون ليګ” کرکټ سيالۍ   چې په کې د دوو پاکستانۍ لوبـډلو په ګډون ٨ لوبـډلې برخه لري، د وږي په ٢٨مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.

د  اېل. سي. سي  مشر ضراب شاه ظهير د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون لومړۍ لوبه د کاروان پوهنتون لوبډلې او افغان رنجرز تر منځ  ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د کاروان پوهنتون لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځولو ١٥٠ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري غمي ځدراڼ ٣٩، جمشېد ٣٠ او احسان منګل ٢٦ منډې جوړې کړې.

ظهير وويل چې افغان رنجرز لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٩ اورونو کې پر سلو منډو وسوځېده، د دوى له لوري ميرام ګل ٢٤ او تحسين سلطان ٢١ منډې جوړې کړې او د کاروان پوهنتون له لوري کريم جنت ٣، حضرت ځاځي او احسان منګل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کاروان پوهنتون لوبډلې لوبغاړى غمى ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د اېل سي سي مشر وويل چې تر غرمې وروسته دويمه لوبه د پاکستان د خيبر ګرين فاټا او هېواد دوست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د فاټا په برياليتوب پاى ته ورسېده.

ضراب شاه وويل چې د هېواد دوست لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ١١٠ منډې جوړې کړې، شاهد مندوزي ٢٢ او ضمير عرب ٢٠ منډې جوړې کړې. 

د فاټا  د لوبډلې تيموري اپريدي څلور لوبغاړي وسوځول.

د خيبر ګرين فاټا لوبډلې ياد هدف په ١٦ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. اسد اپريدي چې ٣٩ منډې يې جوړې کړې وې، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version