ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ښځې خپلو صنعتي توکو ته بازار غواړي

4 Oct 2014 - 11:07
4 Oct 2014 - 11:07

مزارشريف (پژواک ۱۲تله ٩٣): بلخ ولايت ته واريدېدونکو بې کيفيته سوداګريزو توکو د ښځينه سوداګرو له خوا د توليدوونکو توکو بازار ټکنی کړی دی.

د بلخ د ښځو چارو مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د سوداګرو مېرمنو شمېر له لس زره اوړي، نږدې لس سوداګريز شرکتونه د مېرمنو له خوا پر مخ وړل کېږي او لسګونه سوداګريزې ټولنې لري؛ خو بيا هم په بازارموندنه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن رابعې مريم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مزارشريف ښار کې د سړو تر څنګ مېرمنې هم په سوداګريزو چارو کې فعاله ونډه لري.

نوموړې زياته کړه چې په دغه ښار کې ډېرې داسې مېرمنې شته چې په خپلې مشرۍ سوداګريزې چارې پر مخ وړي او د کورنۍ اقتصادي ستونزې حلوي.

د هغې په وينا، په ياد ولايت کې د مېرمنو له خوا نږدې لس سوداګريز شرکتونه پر مخ وړل کېږي چې سوداګريز توکي توليدوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

مېرمن مريم وويل چې دغه سوداګريز شرکتونه وړين رختونه توليدوي، د خوراکي توکو او د وچو مېوو پروسس کوي او ځيني صنعتي توليدات کوي.

همداراز په ياد ولايت کې د سوداګريزو مېرمنو لسګونه ټولنې فعاليت کوي چې د ښځو د سوداګريز کاربار د اسانتيا لپاره يې شوې هڅې د ستاينې وړ دي.

نوموړي زياته کړه چې په ټوليزه توګه په ياد ولايت کې له لس زره ډېرې مېرمنې پر سوداګريزو چارو بوختې دي.

مېرمن عاطفې قريشي چې په مزارشريف ښار کې له تېرو پنځو کلونو پر سوداګريزو چارو بوخته ده، پژواک ته وويل چې د دوی تر ټولو ستره ستونزه د بازارموندنې په برخه کې ده.

نوموړې د لاسي صنايعو وړوکی شرکت لري چې اتلس مېرمنې ورسره پر چارو بوختې دي.

مېرمن قريشي وويل چې دوی له کره او باکيفته موادو بېلابېل لاسي صنايع توليدوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

نوموړې زياته کړه چې دوی په بازار کې له هټيوالو سره قرارداد لري چې له مخې خپل سوداګريز توکي پلوري.

خو د هغې په وينا، د دوی تر ټولو ستره ستونزه د بازارموندنې په برخه کې ده، چې عام خلک د وطني توکو پر ځای واردېدونکو توکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

مېرمن قريشي زياته کړه: ((واريدېدونکي توکي بې کيفيته وي او همدا لامل دی چې عام خلک يې د ټيټې بيې د لرلو له امله اخلي او زموږ توکي چې کيفيت يې خورا ښه دی، د يو څه لوړې بيې له امله يې بازار سست دی.))

نوموړي زياته کړه چې که چېرې دولت له دوی سره د بازارموندنې په برخه کې په عملي او تبليغاتي برخه کې مرسته وکړي نو ممکن چارې يې ګړندۍ شي او ورسره به هېوادنی صنعت هم وده وکړي.

د بلخ ولايت مقام د اقتصادي چارو کارپوه احمدولي سنګر پژواک ته وويل چې په بلخ ولايت کې مېرمنو د نورو برخو تر څنګ په سوداګريزو چارو کې هم خورا پرمختګ کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې په نسبي توګه د مېرمنو د سوداګريزو چارو لپاره چاپېريال برابر دی، ممکن ښه ګټه ترې پورته کړای شي.

د هغه په وينا، په مزارشريف ښار کې داسې مارکېټونه شته چې د ښځو له خوا په کې پېر او پلور ترسره کېږي.

د بلخ د ښځو چارو رييسې مېرمن رابعې مريم هم وويل، چې که څه هم په بازارموندنه کې د ښځو سوداګريزې چارې له يو څه ستونزو سره مخ دي، خو بيا هم په دغه ولايت کې د دوی چارې د ستاينې وړ دي.

نوموړې زياته کړه چې دوی تر خپلې وسې له ښځينه سوداګرو سره په تبليغاتي او عملي چارو کې برخه اخلي او مرسته ورسره کوي.

د هغې په وينا، دوی په دې برخه کې ورکشاپونه، نندارتونونه او د سوداګريز سفرونو اسانتيا برابروي چې تر دې دمه يې ښه نتيجه ورکړې ده.

مېرمن مريم وويل چې په بلخ ولايت کې د رابعه بلخي او په يوه بل نوم دوه مارکېټونه دي چې مېرمنې په کې هټۍ لري او سوداګريزې چارې پر مخ وړي.

نوموړي زياته کړه چې مرکزي دولت او نړيواله ټولنه بايد د ښځو سوداګريزو چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د شته ستونزو په حل کې ورسره مرسته وشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version