ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ولايتي شورا غړو او مامورينو د ولايتي ادارې پر ضد لاريون وکړ

12 Oct 2014 - 13:44
12 Oct 2014 - 13:44

لښکرګاه (پژواک ٢٠ تله ۹۳): د هلمند د ولايتي شورا غړو او يو شمېر مامورينو د لاريون په ترڅ کې د لښکرګاه ښاروالي او ولايتي اداره د ځمکو پر غصب او اداري فساد تورنه کړه.

دغه لاريون تېره ورځ ناوخته په مرکز لښکرګاه کې ترسره شو چې د بېلابېلو ادارو لسګونه مامورينو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو برخه په کې لرله.

د ښاروالۍ مامور انجنير نسيم د لاريون پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د لښکرګاه ښار ډېرې ځمکې د ښاروال او ولايتي ادارې له خوا پلورل شوې دي.

هغه وويل چې ولايتي اداره او ښارول د دغه ولايت د مامورينو لپاره ځانګړې شوې ځمکه هم پلورلې.

ده زياته کړه، د مامورينو لپاره دا ځانګړې شوې ځمکه د لښکرګاه په ښار کې ده چې د کرنې رياست، ولايت او ښاروالۍ د مامورينو لپاره ځانګړې شوې وه.

د هلمند ولايت د عمومي رياست په استازيتوب عبدالباري پژواک اژانس ته وويل، د ولايت ډېرې ځمکې چارواکو په خپلو کې سره وېشلي او يا يې پلورلې دي.

د ده په خبره، د لښکرګاه ښاروال د خپل دوه نيم کلن ماموريت پر مهال په لښکرګاه کې د سلګونو مارکېټونو لپاره پر خلکو ځمکې پلورلې دي.

د هلمند د مدني ټولنو مشر سردار محمد همدرد د ياد لاريون پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دوى د اداري فساد د مخنيوي پر ضد لاريون کړى دى.

هغه وويل: ((په هلمند کې ډېر ظلم روان دى، ښاروال او لوړپوړو چارواکو ډېرې ځمکې غصب کړې او تر دې چې د هغې پيسې يې په کابل کې لوړ پوړو چارواکو او ادارو ته لېږلي دي.))

د ښاروالۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، د لښکرګاه ښاروال محمدفاضل ساپي د نوي ولسمشر تر اعلان مخکې هره اوونۍ کابل ته سفر کوي.

هغه وويل، د دغو سفرونو موخه دا ده چې د بيا ځل لپاره پر خپله دنده پاتې شي.

د هلمند ولايتي شورا رييس عبدالباري بارکزي د دغه لاريون په څنډه کې خبريالانو ته وويل دوى په دغه ولايت کې له اداري فساده په تنګ دي.

نوموړي له ولسمشره غوښتنه وکړه چې په مرکز لښکرګاه کې دې د استوګني د کورونو او مارکېټ جوړېدو د څرنګوالي لپاره دغه ولايت ته پلاوى ولېږي.

د ولايتي شورا يوه بل غړي حاجي سيف الملوک خبريالانو ته وويل، د دغه ولايت د مامورينو لپاره په لښکرګاه کې ځمکه ځانګړې شوې وه خو د ده په وينا ښاروال دا نومرې پر خپل سر پلوري.

هغه وويل چې بايد په دغه ولايت کې د اداري فساد مخينوى وشي.

که څه هم د ولايت مقام په ياده مسئله کې له څه ويلو ډډه وکړه خو ښاروال محمدفاضل ساپي تاييدکړه چې په ځينو برخو کې به له عدل څخه کار نه وي اخيستل شوى.

نوموړي پر ده لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او يادونه يې وکړه چې مامورينو ته خپل حق ور رسېدلى او هغه چې پاتې دي، دى يې په اړه څه نه شي ويلاى.

ښاروال زياته کړه چې په لښکرګاه کې د ټولو هټيو، کورونو او مارکېټونو لپاره ځمکې د ولايت د اداري پلان له مخې په شفافه پروسه کې وېشل شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version