ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند دولتي مامورين: ښارګوټى مو د لوړپوړو چارواکو له خوا غصب شوى

10 Feb 2015 - 19:26
10 Feb 2015 - 19:26

لښکرګاه (پژواک ۲۱ سلواغه ۹۳): د هلمند يو شمېر دولتي کارکوونکو د يوه لاريون په ترڅ کې ادعا وکړه، چې د دوى لپاره د ځمکو ځانګړې شوې نومرې لوړپوړو دولتي چارواکو غصب کړې دي.

د ياد ولايت د مقام، ښاروالۍ او د اوبو د تنظيمولو چارو د عمومي رياست لسګونو مامورينو، نن په دې اړه د هلمند د مرکز لښکرګاه د کارته لګان په سيمه کې لاريون وکړ.

د ولايت د مقام يوه کارکوونکي او د دې لاريون ګډونوال عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل، اته کاله وړاندې (١٣٨٦)د يادو درېيو رياستونو کارکوونکو ته د ٩٦ جريبه ځمکو د ورکولو منظوري شوې وه، خو له هماغه وخته تراوسه پورې په بېلابېلو بهانو ځنډول کېږي.

د هغه په وينا، اوسمهال پردې ځمکې د ځينو چارواکو له لوري د شپې خوا د کورونو دېوالونه جوړېږي.

ده زياته کړه، ۲۵ کاله کېږي چې په ولايت کې مامور دى او د يادې سرپنا لپاره اته کاله په تمه پاتې شوى دى.

دى وايي: “مامورينو په دې اړه شکايت هم نه شواى کولى، د والي له خوا ګواښل کېده؛ همدا نن هم ټول هغه مامورين چې په دې لاريون کې يې ګډون کړى، غير حاضر شوي دي.”

د ولايت يوه بل کارکوونکي عبدالعزيز بيا له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د فساد مخه ونيسي، ځکه د ملي يووالي حکومت په جوړېدو سره په هلمند کې د ځمکو چور پيل شوى دى.

ده زياته کړه، دوى د خپل حق غوښتونکي دي، که يې ولايت او ښاروالي حق ورنه کړي، په ولايت کې به دنده پرېږدي او لاريونونه به وکړي.

د هلمند د ولايتي شورا مشر حاجي کريم اتل او د دې لاريون ګډونوال خبريالانو ته وويل، له هغې ورځې چې له دوى څخه د څارنې واک اخيستل شوى، په دې ولايت کې سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې او دا لړۍ لا روانه ده.

د ده په په وينا، دغه دولتي ځمکه چې ۹۶ جريبه کېږي، تر نيمايي ډېره يوه زورواکي جعلي قباله پرې جوړه کړې او پاتې يې د ښاروالۍ او د ولايت د مقام د پرېکړې له مخې، لوړپوړو چارواکو ته ورکړل شوې، چې  قاضيان او څارنوالان هم په کې شامل دي.

خو د ښاروالۍ مرستيال احمد مسعود سېلاب د يادو شويو مامورينو دا ادعا رده کړه، چې ګواکې دا ښارګوټى يواځې د يادو رياستونو لپاره ځانګړى شوى دى.

هغه زياته کړه، دا دولتي ځمکه ده، ولايت او ښاروالي چې هرڅوک مستحق وبولي، ورکولى يې شي.

د هغه په خبره، د دې ستونزې د هواري په موخه يو کمېسيون هم جوړ شوى چې نهه ولايتي ادارې په کې غړيتوب لري او مشر يې د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزى کوي.

نوموړى وايي، په ياده ځمکه کې ۸۰  جريبه شخصي ده او ۴۲ جريبه دولتي ده، چې د ياد کمېسيون له خوا به سره بېله او وروسته به د همدې کمېسيون له تاييد سره سم مستحقو کسانو ته ووېشل شي او هغه پخواني اويزونه به  مسترد شي، چې په اړه يې شکايتونه شوي دي.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار بيا وايي، د دې ستونزې د هواري لپاره ځانګړى کمېسيون جوړ شوى او دى له دې موضوع سره کار نه لري.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د هلمند د والي او د ولايتي شورا د مرستيال نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

 بل خوا په هلمند کې د استيناف محکمې مشر دل اقا همت ومنله، چې د دوى مامورينو ته تر لسو ډېرې نومرې ورکړل شوې دي.

نوموړي دا د قاضيانو حق وباله او ويې ويل، چې دوى ته د ولايت د مقام تر منظورۍ وروسته، د ځمکې اويزونه ورکړل شوي، خو لا نومري ورته مشخصې شوې نه دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version