ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتوران د پاکستان د بريدونو په اړه له ولسمشر سره ګوري

12 Oct 2014 - 16:01
12 Oct 2014 - 16:01

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د مشرانو جرګې غړي، پر افغانستان د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه له ولسمشر سره ګوري او وايي چې له امريکا سره د امنيتي تړون له مخې بايد د دغو بريدونو مخه ونيول شي.

افغانستان د امريکا له متحده ايالتونو او ناټو سره د روانې مياشتې په ٨مه امنيتي او دفاعي تړونونه لاسليک کړل.

د دغو تړونونو له مخې، شاوخوا لس زره امريکايي او يو شمېر د ناټو د نورو هېوادونو پوځيان له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي او له افغان ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته کوي.

د افغانستان او امريکا په امنيتي تړون کې راغلي چې دواړه لوري د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې مقابله کوي او پر افغانستان د بهرني تجاوز او يا د داسې تجاوز د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په فوري ډول د سياسي، ډيپلوماتيک، پوځي او اقتصادي غبرګون په اړه مشوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو را په دېخوا د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو توغندويي بريدونه کېږي او له امريکا سره تر ياد امنيتي تړون وروسته هم دغه بريدونه دوام لري.

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازي رفيع الله حيدري نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې د ياد تړون تر لاسليک وروسته دوې ورځې پاکستان پر افغانستان راکټي بريدونه ونه کړل، خو تر هغه وروسته يې بيا پيل کړي دي.

هغه زياته کړه: “خلک امنيتي تړون ته ډېر په تمه وو چې د پاکستان د راکټي بريدونو مخه به ونيسي، خو هېڅ نتيجه يې ورنه کړه.”

د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستان نن سهار د کونړ پر دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسواليو ٧٥ راکټونه توغولي دي.

ده وويل چې د پاکستان د بريدونو له امله د کونړ يو شمېر کورنۍ ننګرهار ولايت ته کډه شوې او هلته د اوسېدو او خوراک لپاره هېڅ هم په واک کې نه لري.

هغه وويل چې له ياد تړون سره سم بايد د افغانستان حکومت او د امريکا متحده ايالتونه پر افغانستان د پاکستان د بريدونو په اړه اقدام کړى واى.

په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وايي چې د امنيتي تړون په لاسليک سره په افغانستان کې امنيتي ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.

هغه زياته کړه: ” نور خو څه چې کابل هم ډېر نا امنه شوى، نه د پاکستان راکټي بريدونه بند شول او نه هم ځانمرګې بريدونه.”

هغه د ولسمشر اشرف غني احمدزي په مشرۍ له نوي حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې روښانه سياست غوره کړي، څو دغه هېواد نور افغانان له ستونزو سره مخ نه کړي.

په ياده جرګه کې د اروزګان استازي حاجي امان الله عظيمي وايي: “امنيتي تړون خو هېڅ ګټه ونه کړه، په کابل کې بريدونه کېږي، په ولايتونو کې بريدونه کېږي، پر کونړ راکټي بريدونه کېږي، موږ ورسره تړون د دې لپاره امضا کړ چې دلته امنيت راشي، کله چې امنيت نه راځي نو موږ دا کفار څه کوو.”

په ياده جرګه کې د کوچيانو استازې فريده کوچې هم وايي چې په دې وروستيو ورځو کې پر کونړ د پاکستان راکټي بريدونه ډېر شوي دي.

هغې زياته کړه: “دا خو يو امنيتي تړون دى، که زر امنيتي تړونونه هم امضا کړي، په خداى که په افغانستان کې امنيت راشي او يا هم د پاکستان راکټي بريدونه بند شي.”

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل او له حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې د پاکستان د راکټي بريدونو مخه ونيسي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان،چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل چې د ملي شورا غړو څو ځلې پر حکومت غږ کړى او حکومت هم په دې اړه هلې ځلې کړې دي، خو پاکستان “به بې شرمانه ډول” بريدونو ته دوام ورکوي.”

هغه زياته کړه: “بدبختانه چې د امنيتي تړون په لاسليک سره هم د پاکستان راکټي بريدونه بند نه شول.”

ده وويل چې د پاکستان د راکټي بريدونو د مخنيوي په موخه به ډېر ژر د مشرانو جرګې غړي د افغانستان له نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ د دغه تړون په اړه ډېرې ناندرۍ وشوې، خو کرزي سره له دې چې مشورتي لويې جرګې د لاسليک مشوره هم ورکړه، دغه تړون لاسليک نه کړ.

کرزي په افغانستان کې د سولې ټينګښت، د افغانانو پر کورونو د پوځي عملياتو بندېدا او ځيني نور شرطونه د دغه تړون د لاسليک لپاره وړاندې کړي وو.

کرزى په دې باور دى چې که امريکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله ټينګېداى شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version