ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: له خپلې خاورې دفاع ته چمتو يو

لاريون کوونکي: له خپلې خاورې دفاع ته چمتو يو

author avatar
2 Jun 2014 - 15:35
لاريون کوونکي: له خپلې خاورې دفاع ته چمتو يو
author avatar
2 Jun 2014 - 15:35

کابل (پژواک ١٢غبرګولى ٩٣): لسګونو تنو په کابل کې پر افغانستان د پاکستان د بريدونو پر ضد د لاريون په ترڅ کې له خپلې خاورې دفاع ته چمتووالى وښود او له افغان دولت څخه يې وغوښتل چې د يادو بريدونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.

دغه راز لاريون کوونکو په ايران کې د افغانانو د اعدام د مخنيوي غوښتنه کوله او ګواښ يې وکړ ، چې که مخه يې ونه نيول شي، نو په اړه به يې پر جدي لارو چارو غور او عمل وکړي.

پاکستان له درېيو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو په تېره بيا کونړ راکټي بريدونه کوي او وړمه ورځ يې پر کونړ هوايي بريدونه هم وکړل.

په دغو بريدونو کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

نن لسګونو تنو په کابل ښار کې د يو لاريون په ترڅ کې دغه بريدونه پر سختو ټکو وغندل او د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره يې وويل، چمتو دي چې د خپلې خاورې د ساتلو لپاره له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ودرېږي.

دغه لاريون “د لوى افغانستان اونيزې ” له خوا تنظيم شوى و.

د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې چې د رحمت الله امرخېل له خوا ولوستل شو، راغلي: “د افغانستان له دولت څخه غوښتنه کوو، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د پاکستان د بې ننګه بريدونو په اړه شکايت وکړي.”

په پرېکړه ليک کې راغلي چې امريکا بايد د ستراتيژيک تړون له مخې د پاکستان په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

د لاريون کوونکو د څرګندونو له مخې، امريکا له افغانستان سره په داسې حال کې د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه لري، چې مخکنيو تړونونو ته ژمنه نه ده پاتې شوې.

د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له مخې، پر افغانستان د هر ډول تېري د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په بېړني ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډېپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.

په ياد پريکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي، چې پر افغانستان د پاکستان د بريدونو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

د يادونې ده چې تېره اونۍ ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف دنفورډ او په افغانستان کې د امريکا له سفير جيمز کننګهم له افغان ولسمشر سره د کتنې پر مهال وويل، چې د يادې موضوع په اړه به له پاکستاني چارواکيو سره خبرې وکړي.

په ننني لاريون کې يو تن وويل چې د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي دې له دې امله له دندې لرې شي، ځکه چې د پاکستان د بريدونو په اړه يې غبرګون نه دى ښودلى.

نورو لاريون کوونکو هم دغه څرګندونې په يو اواز تاييدولې او ويلې يې: “لرې دې شي”

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي د غبرګولي په لسمه ولسي جرګې ته د خبرو په ترڅ کې وويل، چې افغان ځواکونه د ولسمشر له هدايت سره سم د پاکستان د بريدونو په اړه غبرګون ته چمتووالى لري.

محمدي دا هم وويل، چې ولسمشر حامد کرزي پاکستاني چارواکو ته ويلي ، چې نور د افغانانو زغم پاى ته رسېدلى او بايد پاکستان پر افغانستان بريدونه بند کړي.

خو هغه دا هم وويل، چې له اساسي قانون سره سم بايد پر پاکستان د بريد لپاره ملي شورا او ولسمشر پرېکړه وکړي.

لاريون کوونکو په خپل پرېکړه ليک کې دا هم ويلي، چې د ايران او پاکستان پر ټولو تحصيلي بورسونو بايد بنديز ولګول شي.

هغوى ادعا کوي چې د ايران په قم ښار کې ګن شمېر افغانان په زده کړو بوخت دي چې “ډېر ژر به د سپاه پاسداران د استازو په توګه “افغانستان ته راولېږل شي.

 دوى همدا راز له دولت نه غوښتنه کوي،چي د قم تحصيلي اسناد بايد په افغانستان کې بى اعتباراعلان شي او هر افغان چې په ايران او پاکستان کې شخصي تحصيل هم کوي، بايد له افغان دولت څخه رسمي اجازه ترلاسه کړي او له هغې پرته يې تحصيلي اسناد بې اعتباره وګڼل شي.

د هغوى په وينا، څرنګه چې پاکستان او ايران اوس په سايبر ټکنالوجۍ کې لوى لاس لري او له دې ټکنالوجۍ څخه د استخباراتي موخو لپاره پراخه ګټه اخلي، د افغانستان دولت او خلک بايد په دې برخه کې ډېر محتاط اوسي او له هر ډول ايراني (هارډويير) او (سافټ ويير) له پېرودلواو کارولو ډډه وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي: “موږ په ايران کې د افغانانو اعدامول، نيول، ځورول او په غير انساني ډول له خپلې خاورې شړل په کلکه غندو او که چېرې دغه ډول جنايتونه بيا تکرارېږي، موږ به يواځې د خپل دولت پر احتجاج بسنه ونه کړو، بلکې د تلافۍ پر جدي لارو چارو به غور او عمل وکړو.”

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په ايران کې يو شمېر افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي او ګن شمېر نور چې د اعدام حکم پرې شوى، د دغه هېواد په زندانونو کې د مرګ انتظار باسي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.