ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غني خېلو ځانمرګي بريد کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

13 Oct 2014 - 10:28
13 Oct 2014 - 10:28

تعقيب -جلال اباد ( پژواک، ٢١ تله ٩٣ ) : د جلال اباد– تورخم پر لويه لاره ديوه کلينيک مخې ته ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د تلې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په اته نيمو بجو د غني خېلو ولسوالۍ کلينيک مخې ته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر پلى و او د غني خېلو کلينيک مخې ته يې ځانته چاودنه  ورکړې ده.

عبدالزي وويل چې په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې او اوه نور  ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې يوه ماشومه، يوه ښځه ، درې نور ملکي وګړي  او يو د ملي اردو سرتېرى شامل دي.

دى وايي چې ټپيان د جلال اباد روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

خو کورنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ظاهر خان په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې ځانمرګى بريد هغه مهال وشو ، کله چې د ملي اردو سرتېري د يوه کلينيک مخې ته د امنيت په موخه ولاړ وو.

د هغه په وينا، ډېرى ټپيان هغه خلک دي چې کلينيک ته ددرملنې په موخه راغلي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نن سهار په کابل کې هم ځانمرګى بريد شوى دى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version