جلال اباد ښار (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩١): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي موټرسايکل سپاره غرمه مهال د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د غبرګولي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، دوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې غوښتل يې په نازيانو کې پر دولتي ځواکونو بريد وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پېښه نن غرمه دوولس بجې د غني خېلو ولسوالۍ د نازيانو پله ته څېرمه رامنځته شوې او بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد د غني خېلو او نازيانو ولسوالۍ ترمنځ د ايساف د يوې پوځي اډې په يو کيلومترۍ کې رامنځته شوى دى.
مومند زياته کړه، ښايي دغو ځانمرګو بريد کوونکو هوډ درلود، چې د نازيانو په سرحدي ولسوالۍ کې د ايساف او سرحدي پوليسو پر پوځي مرکزونو بريدونه ترسره کړي.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، درې ورځې مخکې هم د غني خېلو ولسوالۍ په ٢٦مه وياله کې يوه پلي ځانمرګي هدف ته له رسېدو مخکې هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه، چې افغان او ايساف ځواکونه په ګډه د يوه خښ شوي ماين پر شنډولو بوخت وو.
دغه راز تېر ماښام د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو مرکز ته نږدې ځانمرګى بريد وشو او په کې درېيو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
خبريال: عبدالمعيد هاشمي
ايډېټر: عبدالجبار اندړ
فطرى
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن