ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سوداګرې مېرمنې له ستونزو سره مخ دي

13 Nov 2014 - 16:51
13 Nov 2014 - 16:51

مزارشريف (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣ ) : د  بلخ ولايت سوداګرې مېرمنې وايي، په دغه ولايت کې هغه ښځې چې په سوداګريزو او توليدي چارو کې بوختې دي، د دولت د نه پاملرنې او امنيتي ننګونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کمېسون له خوا د لړم په ۲۲مه، د کار کوونکو مېرمنو د کار او سوداګرۍ په اړه يو ورځنی څېړنيز سيمينار ترسره شو، چې د سوداګرو مېرمنو تر څنګ په کې د مدني ټولنو يو شمېر ښځينه فعالانو هم برخه اخيستې وه.

د شمال زون د بشر حقوقو کمېسيون مسوول قاضي سيدمحمد سامع د ياد سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دکارکوونکو يا هم د سوداګرو مېرمنو د وضيعت د معلومولو په موخه يې څېړنه تر سره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې څېړنې له مخې په بلخ ولايت کې ډېری سوداګرې مېرمنې د دولت له نه ملاتړ څخه شکايت کوي او نږدې ۹۴ سلنه يې د بيمې په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.

د هغه په وينا، د ورته څېړنو له لارې دوی هڅه کوي، چې د سوداګرو مېرمنو د حالت د ښه کېدو په موخه د دولت پام راواړوي.

د بلخ ولايت کرنيز سهامي شرکت غړې مېرمن زيب النسا خيري وايي،په کومه کچه چې بايد د سوداګرو مېرمنو ملاتړ وشي لا هم دولت په کې پاتې راغلی دی.

نوموړې زياته کړه، چې ډېری سوداګرې مېرمنې د پور اخيستو په برخه کې، د توليدي توکو لپاره د بازار موندنې په برخه کې او د امنيتي مصونيت په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د هغې په وينا، که چېرې دولت په جدي توګه د سوداګرو مېرمنو ستونزې حل کړي؛ نو نه يواځې چې ښځينه سوداګري به وده وکړي، بلکې کورني توليدات به زيات شي.

د ياد سيمينار ګډونواله او د مدني ټولنې غړې سوريا محمدي پژواک ته وويل، چې دې کې شک نشته، چې دولت له مېرمنو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړې دی، چې يوه برخه يې  سوداګريزې چارې دي.

نوموړې زياته کړه، چې د مېرمنو جدي ستونزه کورنۍ او ټولنيزې ستونزې دي چې له امله  يې په کاروبار کې جدي ګامونه نه شي اخيستی.

د هغې په وينا، دولت بايد د مالي ملاتړ ترڅنګ له تبليغاتي لارو چارو د مېرمنو پر وړاندې د پرتو کورنيو او ټولنيزو ستونزو د حل په موخه کار وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version